Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: افغانستان د نړۍ په کې د نالوستو لوړ شمېر لري

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، د چهارشنبې په غونډه کې وویل چې افغانستان په نړۍ کې د نالوستو لوړ شمېر لري.

هغه وویل چې د نالوستۍ د کموالي لپاره د پوهنې وزارت اوسنۍ هڅې بسندویه نه دي او دا چې په دغه برخه کې کار ونه شي، افغانستان به له جدي ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه:«له بده مرغه موږ د لوست په برخه کې د هغو هېوادونو په ډله کې یوو چې ډېر سلنه نالوستي لري.د شمېرو له مخې د هېواد ۶۰ تر ۶۵ سلنه نفوذ نالوستی دی.»

دغه پروګرام د خصوصي برخې ملاتړ څخه په ترلاسه کیدو، د بې سوادۍ مخنیوي او د خلکو نږدې کیدو په موخه جوړشوی  دی.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرست وايي چې په هېواد کې ۱۰ مېلیونه کسان نالوستي دي چې ډېری یې مېرمنې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله حنیف بلخي وویل:«همدا د سواد زده‎کړې کورسونه چې اوس د پوهنې وزارت پر هغه کار خصوصي سکټور سره دې هم شریک کړي چې هغه سکټور د هغه د لګښت له ورکړې سره له پوهنې وزارت سره د ولایتونو په کچه تړون وکړي او کورسونه جوړ کړي.»

د کابل والي یعقوب حیدري وویل:«په ځينو ولسوالیو کې ناامني د سواد زده‎کړې په وړاندې یو ستونزه ده له هغې بدتره عامه پوهاوی ډېر کم دی.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعوخونې مسوولین وايي، چې د دوی ۸۰ کار کوونکي نالوستي دي خو مني چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت سره همکار دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي څرګنده کړه:«له مادي او معنوي پلوه موږ چمتو یوو چې د خپل وس تر کچې په داوطالبانه توګه مرسته وکړو. په دې اړه له حکومت او خپلو خلکو سره ژمن او همکار یوو.»

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستیال د مالوماتو له مخې شاوخوا ۴۵ سلنه وګړي لوستي دي.

شریک یي کړئ