Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش: چمتو یوو چې طالب بندیان د قانون په چوکاټ کې ازاد کړو

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي حکومت چمتو دی چې د سولې مذاکراتو ته د زمینې جوړولو لپاره په طالب زندانیان د قانون په چوکاټ کې خوشې کړي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې طالبان هم باید د سولې مذاکراتو کې د باور جوړونې لپاره تاوتریخوالی راکم او اوربند اعلان کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال دا څرګندونې نن جمعه (د لړم په ۱۷مه) د سید مصطفي کاظمي او د ولسي جرګې د څو پخوانیو غړو د دولسم تلین په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل:«د قانون په چوکاټ کې د طالب بندیانو د ازادولو په اړه موږ بشپړ چمتووالی لرو، خو له بلخوا د تاوتریخوالي کموالی، د اوربند رامنځته کېدل او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل د اعتماد جوړونې اصلي کلۍ ده.»

داسې ښکاري چې د ښاغلي دانش نغوته د طالبانو په غوښتنه د هغو څلوېښت طالبانو ازادولو ته ده چې د افغانستان په زندانونو کې دي - هغه غوښتنه چې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په لړ کې رسنیزه شوه.

سرچینې وايي چې خلیلزاد له طالبانو څخه د «افغانستان - امریکايي» پوهنتون د دوه استادانو د ازادېدو غوښتونکی دی او دغې ډلې هم ویلي چې د دغو دوه استادانو د ازادېدو په بل کې چې په ۲۰۱۶ کال کې له کابله تښتول شوي وو، د دغې ډلې ۸۰ غړي ازاد کړي.

سرچینې زیاتوي چې د دغو اتیا تنو په منځ کې د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني زوی، انس حقاني او د طالبانو څو والیان او قومندانان شامل دي.

د دې ټول سره سره ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنځ - افغان حکومت، سیاستوالان او طالبان په چین کې  یوه غونډه جوړه کړي.

افغان حکومت اعلان کی چې په دغې غونډه کې د ګډون لپاره یې پلاوی جوړ کړی دی.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش خبرداری ورکوي چې، د لنډ مهالې ادارې د جوړېدو په اړه زمزمې به هېواد بل لوري ته سوق کړي.

هغه څرګنده کړه:«د لنډ مهالې ادارې زمزمې او یا هم د هغه په څېر، موږ لارې ورکۍ او حتا کړکېچ ته سوق کوي.»

له دې سره سم، د ولسي جرګې مخکینی مشر یونس قانوني وايي په بحثونو او د سولې په خبرو کې د دولت نشتون، د منلو وړ نه ده.

ښاغلي قانوني وویل:«سوله په افغانستان کې د اشخاصو له فکرونو او هیلو لوړه ده. سوله یوه ملي اړتیا ده. سوله د خلکو غوښتنه ده. سوله د هغه ملت ورکه ده چې څلوېښت کاله په کړاو کې لاس او پښې وهي.»

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي افغان حکومت د بیجینګ په ناسته کې د ګډونوالو د نوملړ په جوړونه کې له دوی سره خبرې نه دي کړي.

د حزب اسلامي غړی همایون جریر څرګندوي:«موږ د پلاوي له جزییات څخه هم خبر نه یوو. د بیجنګ کنفرانس ډېر مهم دی؛ ښه وه له هغې طرحې سره چې د چین دولت غوښتل دا کنفرانس جوړ شوی وای، دا کنفرانس له هماغې طرحې سره جوړ شوی وای.»

ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د چین په بیجینګ ښار کې یوه ناسته جوړه شي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د سولې هر بهیر، باید د افغانانو په ماکلیت وي.

شریک یي کړئ