د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي نوي ډيلي ته په سفر کې د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې سوشما سواراج سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي داوودزي د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار اجیټ ډوال سره هم ولیدل.
په دغې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په بهیر کې د سیمهییزو هېوادونو پر ونډې او اهمیت بحث وکړ.
ښاغلي داوودزي په دغې لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې د سیمهییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند ونډې او اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل چې دغه بهیر د افغان حکومت په مشرۍ او حاکمیت په مخ بیول کېږي.
بلخوا ښاغلي ډوال هم څرګنده کړه چې افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او دا ستونزه باید د افغان حکومت په مشرۍ او حاکمیت د مستقیمو مذاکراتو له لارې حل شي.