په میرزا اولنګ کې د ترهګریز برید په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د څېړنو لومړنۍ موندنې نن جمعه (د زمري په ۲۰ مه) خپرې شوې.
د دغه کمېسیون څارنیزې او څېړنیزې موندنې ښيي چې دغه وحشیانه جنایت طالبانو له داعش سره په همکارۍ ترسره کړی دی.
د دغه کمېسیون موندنې ښيي چې د ترهګرو او دولتي ځواکونو ترمنځ له دوه ورځې شدیدې جګړې څخه وروسته د میرزا اولنګ د درې په خوله کې په خلکو لاره تړي او ځينې خلک بندیان او ځينې په ډژو سره وژني او د درې تنو سر پرې کوي.
دغه کمېسیون زیاتوي چې تراوسه یې د ۴۳ وژل شویو کسانو ځانګړنې پیدا کړي چې ټول ولسي وګړي دي. د کسان د وژلو سربېره، ۸ تنه ټپيان شوي او ۴۷۱ کورنۍ بېځایه شوي دي.
د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سیمهییزو خلکو ۱۵۰ راس څاروي او یو زیات شمېر مالونه غلا شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:«د عیني شاهدانو په وینا، د دغه برید مشري د طالبانو سیمهییز قومندان ملا نادر او د داعش ډلې سیمهییز قومندان غضنفر په غاړه لرله.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ترهګرو ډلو د دولت له مخالفو وسلهوالو، او د دغه جنایت له عاملانو غواړي چې له جنایت ، د کسانو له په نښه کولو، د ولسي وګړو ځایونو او د بشري حقونو له سرغړونې څخه لاس په سر او په افغانستان کې تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږي.