Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

درملنه شوي روږدي کسان: دولت دې موږ ته د کار زمینه برابره کړي

په نشه‎يي توکو هغه روږدي کسان چې هرات کې یې درملنه شوې، له دولته غواړي د کار زمینه ورته برابره کړي.

دغه ۱۲۰ رږودي کسان چې یو میاشت تر درملنې لانډې وو، ډېری یې له هېواد بهر په نشه اخته شوي وو، وايي چې د بې کارۍ او بې برخلیکۍ له امله نشه‎يي توکو ته یې مخ کړې وه.

دوی ګواښ کوي که‎چېرې حکومت دوی ته کاري زمینه برابره نه کړي، بېرته به په نشې اخته شي.

درملنه شوی روږدي کس خیر محمد په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې موږ ته کاري زمینه برابره نه شي موږ بېرته نشې ته مخه کوو، بې کاره یوو، هر روږدي کس چې بې کاره وي بېرته نشه‎يي توکو ته مخه کوي.»

بل درملنه شوی روږدي کس نعمت الله هم زیاتوي:«بې کاره وم د هلکانو کورونو ته سره تلو او سره تر ناوخته کېناستو، په کوڅو کې مو بدماشي کوله چې دا ټول د بې کارۍ له وجې وو.»

د دغو روږدو کسانو درملنه په هرات کې په نشه د اخته کسانو د درملنې د مرکزونو لخوا شوې ده. د دغو مرکزونو مسوولین وایي کابو اویا سلنه هغه روږدي چې درملنه یې شوې د وزګارۍ او په ښار کې په زیاته اندازه نشه‎يي توکو ته د لاسرسي له امله یې بېرته نشې ته مخه کړې ده.

د ۱۲۰درملنه شويو روږدو کسانو په ډله کې، دا تنکی ځوان هم شامل دی.

د هرات پر نشه د روږدو کسانو د درملنې د خصوصي مرکزونو مسوول نور احمد عرب په دې اړه څرګنده کړه:«ویل شوې چې کابو ۶۰ تر ۶۵ سلنه نشه‎يي توکو ته مخه کوي، خو هماغه کابو ۴۰ تر ۴۵ سلنه کېدای شي پاک وي.»

د هرات سیمه‎يیز چارواکي وايي د هغو روږدو لپاره چې درملنه یې شوې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا په بېلابېلو مسلکي برخو کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. دوی همداراز په هرات ښار کې د نشه‎يي توکو له پلورونکو سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي.

هرات ولایت کې کلتوري کارپوه محمد انور متین په دې اړه وايي:«هغو کسانو چې په داوطلبانه توګه غوښتي وي چې کسب او کار زده کړي، موږ دوی د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تنظیموو، څو دوی کار او کسب زده کړي.»

د رسمي شمېرو له مخې په هرات کې څه باندې شپېته زره کسان په نشه‎يي توکو اخته دي او له ایران سره د دې ولایت د سرحد لرلو له امله هر کال د دغو روږدو کسانو شمېر زیاتېږي، د هرات سیمه‎يیز چارواکي وايي په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله د هغوی درملنه ناشونې ده.

په نشه‎يي توکو ۱۲۰ روږدي کسان څه باندې یوه میاشت تر درملنې لاندې و او اوس یې کورنیو ته وسپارل شول.

شریک یي کړئ