Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

درې ورځنی اوربند له پراخو کورني او بهرني هرکلي سره مخ شوی

د کوچني اختر په درې ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان، له پراخ کورني او نړیوال هرکلي سره مخ شوی دی.

لومړنی غبرګون د غني و. ښاغلي غني تېره شپه د اوربند په اړه د طالبانو د اعلامیې له خپرېدو وروسته، په خپل ټوېټر کې ولیکل چې د طالبانو له دغه کار څخه هر کلی کوي او امنیتي ځواکونو ته یې هم حکم ورکړ چې په دغو درې ورځو کې هغوی هم اوربند وکړي.

غني په انګلیسي ژبه ټویټ کې لیکلي:«زه د طالبانو له خوا له اوربند څخه هرکلی کوم. دولت د سولې وړاندیز ته دوام ورکوي. د هېواد د وسله وال پوځ د سرقومندان اعلی په توګه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې حکم کړی چې دغه درې ورځنی اوربند په بشپړه توګه مراعات کړي او یوازې په هغه صورت کې چې پرې برید وشي دفاع وکړي.»

ښاغلي غني نن د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې له طالبانو وغوښتل چې د دولتي ځواکونو د ازادول بهیر چټک کړي:«یو ځل بیا د طالبانو له خوا د اوربند له اعلان څخه هرکلی کوم او امنیتي ځواکونو ته حکم کوم چې اوربند رعایت کړي.»

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم له اوربند څخه هرکلی کوي:«د کوچني اختر په درې ورځو کې د طالبانو له اوربند څخه هر کلی کوم او هغه په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره یو مثبت ګام ګڼو.»

عبدالله زیاته کړه:«سوله د افغانستان له لومړیتوبونو څخه دی او موږ په دې درشل کې د جګړې د دایمي پای لپاره له هر اقدام او مثبت ګام څخه هر کلی کوو.»

د روژې په پيل کې ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي، خو طالبانو د دغه وړاندیز له ردولو سره د سولې بهیر د سبوتاژ کولو پر هڅو تورن شول.

نړیوال غبرګونونه

د طالبانو او افغان حکومت له خوا د اوربند اعلان د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال هرکلی کړی دی.

 زلمی خلیل زاد د خپل ټویټر پر پاڼه په دې برخه کې ژر تر ژره د نورو ګامونو پر اخیستو ټينګار کوي. د ښاغلي خلیلزاد په وینا دا مهم فرصت باید له لاسه ونوځي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبریګ هم وایي چې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند په تړاو د افغان حکومت او طالبانو  له اعلامیو هرکلی کوي. هغه وایي چې ټولې ښکېلې غاړې باید له دې فرصت نه ګټه واخلي. نوموړی په افغانستان کې د اوږدمهالي امنیت ټينګښت ته د ناټو پر ژمنتیا ټینګار کوي.

په افغانستان کې د المان سفیر پیټر پروګیل هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«په کوچني اختر کې د اوربند په اړه د طالبانو له اقدام او د ولسمشر غني له غبرګون څخه هرکلی کوم.»

بل خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند د دوه اړخیز اوربند په هرکلي د ټولو ښکېلو غاړو له لوري د تاوتریخوالي په کموالي او د سولې بهیر په پرمختګ باندې ټینګار کوي.
 
په افغانستان کې د بریتانا سفیره الیسون بلیک وايي:«تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي؛ که د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره سولې او روغې جوړې ته د لومړیتوب ورکولو د وخت په لټه کې وئ؛ اوس همدا وخت رارسېدلی دی. ان که جګړه پای ته هم ورسېږي؛ افغانستان به له لویو ستونزو سره مخامخ وي. له همدې امله بریتانیا په افغانستان کې د کورونا ویروس د پراختیا په لړ کې د افغانستان او د هغه د خلکو تر څنګ ولاړه ده. په ټول کې موږ له تاسو سره کار کوو؛ څو دغه هېواد ته د سولې، امنیت او ښه راتلونکي لپاره مرسته کوو.»

له دې ټولو سره سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلي دي چې پاکستان د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کوي. د نوموړې په وینا پاکستان د یوه سولیز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره دعا کوي.

بل خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان هم د اوربند هرکلی کړی دی او له دواړو لورو یې غوښتي دی چې د سولې لپاره لا نور ګامونه واخلي.

هېوادوال وایي چې نور له جګړې ستومانه شوي دي او د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار یوې دایمي سولې ته رسېدل دي.
 
ښاغلي غني تېره شپه د اوربند په اړه د طالبانو د اعلامیې له خپرېدو وروسته، په خپل ټوېټر کې ولیکل چې د طالبانو له دغه کار څخه هر کلی کوي.

شریک یي کړئ