Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دسولې خبرو نهم پړاو شپږمه ورځ؛ د هوکړې په وروستي کېدو بحث روان دی

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د هوکړې پر وروستي کېدو لا هم بحثونه دوام لري. 

که څه هم انګېرل کېده چې د دواړو خواوو تر منځ به د هوکړې متن نن وروستۍ شي، خو له روانو خبرو یو شمېر خبرې سرچینو ویلي چې د هوکړې وروستي کېدلو پروسه د ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو چې یې ویلي و، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو کې بېړه نه کوي ځنډولې ده. 

د ولسي جرګې غړې جبیبه دانش وايي:«په حقیقت کې د دغې جګړې ونډه لرونکي لږ تر لږه د هغوی نظریات اوري، په حقیقت کې له شک پرته ستونزمنه ده چې ووایوو طالبان خپلواک دي، چې زه کولای شم ووایم خپلواک نه دي.»

د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو شپږمه ورځ هم د بندو دروازو تر شاه روانه ده.

که څه هم له دې وړاندې یو شمېر سرچینو د سه شنبې په ورځ د دې خبرو د پای په اړه ویلي و، خو اوس کابل کې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو د دواړو لوریو ترمنځ یو شمېر ستونزې را پورته کړې دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، له افغانستان د امریکايي عسکرو د ایستو مهال‎وېش، د سولې پروسې ته په کتو نه دی ټاکل شوی.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وايي:«اوس ټرمپ ویلي چې د وتلو لپاره هېڅ مهال‎وېش نشته، دا څرګندونې د سولې پر خبرو اغېزه کوي او زه فکر کوم چې دومره ځل د سولې هوکړې ته رسېدل شوني نه دي.»

بل لورته بیا دوحه کې خبریالان وايي، یو شمېر امریکايي نظامیان هم طالبانو سره په خبرو بوخت دي.

خبریال سمیع یوسف‌زی څرګندوي:«طالبان د حکومت د مرکچي پلاوي د نوملړ په تمه دي، هغوی په دې باور دي که‎چېرې په دغه پلاوي کې سیاسي بهیرونه او ګوندونه وي، نو د دې پرتله چې د غني د ډلې څوک په کې وي ښه ده، ځکه هغه کسان چې د غني په ډله کې دي پوه نه دي.»

بل لورته بیا ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته، زلمی خلیل‎زاد کابل ته راشي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوسلو کې د مذاکراتو د پیل په اړه خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ