Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارووزارت: دشت برچي برید کې۴ ملکي کسان وژل شوي

دکورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کابل ۱۳ حوزې دشت برچي سیمه کې پر روغتون برید د ۳ ترهګرو په وژل کېدو سره پایته رسېدلی.

خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه کې ۴ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې څو تنو وسله وال کسان نن(سې شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د کابل ۱۳مې حوزې په دشت برچي سیمه کې پر روغتون برید کړی دی.

د یاد وزارت ویاند، طارق ارین وايي چې امنیتي ځواکونو تر اوسه ۷۲ تنه ښځې او ماشومان ژغورلي دي.

په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه برید کې ۵تنه وژل شوي دي.

همداراز سیمه کې د طلوع نیوز خبریال وايي چې تر اوسه د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی او ډزې هم شوې دي.

ویل کیږي دغه برید د سل بستریز پر روغتون چې د بې پولې ډاکټرانو لخوا یې ملاتړ کیږي، شوی دی.

د سیمې خلک هم وايي چې په روغتون کې د ننه هم د ډزو غږ اورېدل کیږي.

ولسي جرګه کې د کابل استازی، مهدي راسخ وايي چې یو شمېر ډاکټران په روغتون کې بند پاتې وو، اوس د کورنیو چارو وزارت د بند پاتې شویو کسانو له ژغورلو خبر ورکوي.

د برید مهارولو په موخه بهرني ځواکونه هم سیمې ته تللي وو.

طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

ولسي جرګه کې د کابل استازی، مهدي راسخ وايي چې یو شمېر ډاکټران په روغتون کې بند پاتې وو، اوس د کورنیو چارو وزارت د بند پاتې شویو کسانو له ژغورلو خبر ورکوي

شریک یي کړئ