د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن سېشنبې د (وږي په ۱۹مه) کابل کې یوې غونډه کې د وږي د ۱۸مې له ویرجنو سره د امنیتي ځواکونو پر غیر مسلکي چلند نیوکه کوي.
ښاغلی عبدالله کهڅه هم د احمدشاه مسعود د تلین په ورځ د نامسووله وسلهوالو تګ راتګ او هوايي ډزې غیرقانوني ګڼي، خو وايي چې د هېواد ځانګړي امنیتي ځواکونو له ځينو ویرجنو سره غیر مسلکي او غیرانساني چلند کړی دی.
ښاغلي عبدالله وویل:«په ډېریو موردونو کې ډېر انځورنه راوتلي له هېوادوالو سره د ځانګړو ځواکونو چلند د منلو وړ نه دی، انساني چلند نه و او باید دغه چلند پای ته ورسېږي.»
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي له هغو کسانو چې په ډزو لاس پورې کړی او کابل ښار کې یې نظم له منځه اخلال کړی، لنډغر او ناقانونه وسلهوال وبلل او د دوه تنو د ژول کېدو په تړاو یې څه باندې ۳۰ تنه نیولي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې پولیسو او ګارنیزیون د دوشنبې په ورځ ۱۳۸ تنه لنډغر، نامسووله وسلهوال یې په کابل ښار کې نیولي دي.
ښاغلي اندرابي زیاته کړه:«ځينې مجرم کسان او ناوړه استفاده کوونکي له دې ورځې ناوړه استفاده کوي او د افغانستان شهیدانو او شهید احمد شاه مسعود ته له هر ډول منطق او هېڅ ډول فکر او له هر ډول ارزښت پرته د خلکو پر وېرولو او ډارولو لاس پورې کوي.»
خو اجراییه رییس وايي هغه کسان چې خلکو ته لنډغر وايي خپل اخلاق تر پوښتنې لاندې راولي.
عبدالله زیاته کړه:«د خلکو یوه ډېره پراخه طبقه چې له پاکو احساساتو سره هم ولاړل او د احساسات یې څرګند کړل، هغوی ټولو ته یې لنډغر وویل د هغه کس چې دا الفاظ استفاده کوي د هغوی اخلاق تر پوښتنې لاندې راولي.»
ځينې دولتي چارواکي په کابل کې د وژل شوي سرتېري سیدمحمد نور سادات لپاره د ویر مراسم ترسره کړل.

هغه سرتېری چې د کورنیو چارو وزارت په وینا د وږي د اتلسمې نېټې د ویرجنو په ډزو کې تېره ورځ کابل کې ووژل شو.
۴۷ کلن سیدمحمد نور سادات له ۱۷کلونو راهیسې د کابل په ګارنیزیون کې کار کاوه او له هغه څخه ۹ ماشومان پاتې شول.
د سیدمحمد نور سادات زوی مصطفي وايي:«باید د پلار وژونکې مې محاکمه شي او د خپل دغه کار په سزا ورسول شي.»
د وږي د اتلسمې په لمانځنه کې د ویرجنو کاروانونو د کابل ښار په سړکونو په ډزو لاس پورې کړ او د دغه ښار نظم او امنیت یې ګډوډ کړ.
دغه کار د ځینو پلازمېنمېشتو نیوکې راوپارولې.