Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت:د امنیتي ځواکونو تجهیزات د طالبانو له تجهیزاتو غوره دي

د ملي دفاع وزارت د سیاستونو د تظیم رییس د سې‎شنبې په روځ په هغو مراسمو کې چې د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو وړتیاوې نندارې ته وړاندې کېدې اعتراف وکړ چې د ملي پوځ وسلې ډېرې پرمختللې نه دي؛ خو دغه ځواکونه له هر ډول وسلو سره چې طالبان یې په واک کې لري، سمبال دي او حتا تجهیزات یې د طالبانو د تجهیزاتو په پرتله غوره او ښه دي.

دغه مراسم د دغو ځواکونو د ملاتړ په پار د یوه خصوصي بنسټ له خوا جوړ شوي وو.

د ملي دفاع وزارت د پالیسیو د تنظیم ادارې رییس سید ملوک په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې د ملي پوځ وسلې ډېرې پرمختللې نه دي، ډېر ابتدايي هم نه دي. هغه څه چې له دښمن سره دي، له هغوی حتا ښې دي. زه تاسو ته ډاډ درکوم په هره بیه چې وي موږ له دغه وطنه دفاع کوو.»

په همدې حال کې د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو قومندان بسم الله وزیری وايي:«دم‎ګړۍ په فراه، ارزګان، کندهار، ننګرهار له داعش سره په جګړه کې، د پکتیا په ډنډ پټان، په کندز او بدخشان کې زما ځواکونه د عملیاتو په لړ کې دي.»

په دغه راز وضعیت کې هغه څه چې له نوموړو ځواکونو د خلکو ملاتړ بلل کېږي له طالبانو سره په جګړه کې د بري لپاره اړتیا بلل کېږي.

د الب اریانا بنسټ غړې نهشته عزیري زیاته کړه:«د هېواد د امنیتي ځواکونو کارکړنې ښيي چې کولای شي چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو هر ډول عملیات او بریدونه شنډ کړي.»

د تودوخې موسم تل په افغانستان کې د جګړو فصل بلل کېږي، تېر کال افغان ځواکونو په دې موسم کې سختې شپې ورځې لرلې او سږ کال په داسې حال کې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره تیاری نیسي چې له دې سره په یو وخت په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي پوځ ځواکونو وسلې د طالبانو له وسلو ښې دي او پر هغه بیه چې وي له هېواده به دفاع وکړي.

شریک یي کړئ