په داسې وضعیت کې چې جګړه او تاوتریخوالی د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخ شوی، ملي دفاع وزارت، د هېواد د هوايي ځواکونو له کړنو ستاینه کوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په خبره د هېواد هوايي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې د ورځې تر سل الوتنې ترسره کوي چې له دې ډلې یو شمېر دغه الوتنې د دولت پر مخالفو وسلهوالو د بریدونو لپاره کېږي.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه:«څه باندې سل ملاتړي او لېږدونکي فعالیتونه ترسره کوي چې له غې ډلې ۸ تر ۱۲ ضربتي دي.»
له بلخوا په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن پکتیا ولایت ته په سفر کې له افغان ځواکونو په ملاتړ ټینګار کوي او وايي د دولت مخالف وسلهوال به په جګړه کې بریالي نهشي.
نېکلسن زیاته کړه: «دا یو پیغام دی دښمنانو ته، نړیواله ټولنه له تاسو سره ده او له تاسو سره به وي او دوی به د جګړې له لارې بریالي نهشي.»
ښاغلی نېکلسن، د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک یوځای د هغه څه لپاره چې د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت څېړل ویل شوي، د پنجشنبې په ورځ (دزمري په ۴ مه) دغه ولایت ته تللي وو.
طارق شاه بهرامي په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېواده دفاع کولای شي او له خلکو هم ساتنه کولای شي.»
دا په داسې حال کې دي چې په اوسني وخت کې د افغان هوايي ځواکونو د درې برابره کېدو کار روان دی.
د هېواد هوايي ځواک له اغېزمنو پوځیانو بلل کېږي چې په ډېری جګړو کې د ځمکنیو ځواکونو ملاتړي دي.