د ملي دفاع وزارت وايي، دا مهال یې په څوارلس ولایتونو کې څوارلس ځایه جګړهییز او د وسلهوالو د ځپلو عملیات روان دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کمانډو ځواکونو هم لس ځایه عملیات کړي او د وسله والو پر ځالو یې ۱۱ هوايي بریدونه هم کړي دي.
د وزیري په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د لغمان په الینګار کې ۷ ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دافغان ځواکونو بېلو عملیاتو کې د ارزګان په چوره او ترینکوټ کې ۵ کسه، د پکتیا په برمل کې ۴، د ننګرهار په اچین کې ۳ وسلهوال او د هلمند نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې یو ځايي طالب قومندان هم وژل شوی دی.