Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د تېرې میاشتې په پرتله د ځواکونو تلفاتو ډېر شوي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د تېرې میاشتې په پرتله په روانه میاشت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي. 

د دې وزارت د روغتيايي برخې مسوول عبدالرزاق سیاووش د مخالفو وسله‌والو لپاره د پټن‌ځایونو موجودیت هم د امینتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو یو علت بولي. 

هغه که څه هم د تلفاتو دقیقه شمېره په ډاګه نه کړه، خو ويې ویل: «د ونو پاڼې، باغونه او د مقابل اړخ لپاره د پټېدو ځای، زموږ د تلفاتو د ډېرېدو علت دی.»

نوموړي دا څرګندونې د سردار محمد داودخان روغتون د ډاکټرانو په ستاینغونډه کې وکړي. 

د ملي دفاع وزارت مرستیال اقبال علي د امنیتي ځواکونو د درملنې په برخه کې د دې ډاکټرانو ستاینه وکړه: «له خپلو ډاکټرانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپيانو په درملنه کې چې شپه او ورځ زحمت کوي، مننه او قدرداني کوو.»

که څه هم ځينو پوځي افسرانو ته له رسنیو سره خبرو ته اجازه نه ورکول کېږي خو دوی د ټپیانو او مرستې رسونې په برخه کې د خپلو مسوولینو له بې غورۍ سر ټکوي. 

یو تن ټپي طلوع‌نیوز ته ورته څرګندونې درلودې، هغه وویل: «ټپیان چې په جګړو کې ټپيان کېږي یا هم په سنګرونو کې په دندو کې دي، باید ژر [روغتيايي مرکزونو ته] ورسېږي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هم امنیتي او دفاعي مسوولین ولسي جرګې ته خپله پړه ومنله. 

د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه‌ بهرامي د امکاناتو او ځواکونو له کمښته ګیله وکړه او زیاته يې کړه، چې ګواښونه دومره لوړ شوي او ډېر شوي دي چې اوسني ځواکونه او امکانات ورته بسنه نه کوي. 

بهرامي وویل: «رښتیا خبره دا ده چې ګواښونه سخت لوړ دي، دې وطن ته توطيې لوړې دي، موجوده امنیتي او دفاعي بنسټونه او امکانات يې د دې ګواښونو مخنیوي ته کافي نه دي.»

د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک هم ورته څرګندونې لرلې، ويې ویل وسله‌والو مخالفینو مو ملا ماتونې ته لستوڼي را بډوهلي دي. 

برمک وویل: «دښمن او د افغانستان د خلکو دښمانانو او د دوی ملاتړو وروستي پروګرامونه جوړ کړي چې زموږ ملا راماته کړي.»

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د سولې د خبرو اترو تر څنګ په ګڼو ولایتونو کې جګړې هم زور اخیستی.  
 
شریک یي کړئ