Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت د خیالي سرتېرو په اړه د سیګر رپوټ رد کړ

ملي دفاع وزارت، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په منځ کې د ۴۲ زره خیالي سرتېرو په اړه د سیګر رپوټ تېروتنه ګڼي او وايي چې دم‎ګړۍ کابو سل په سلو کې د ملي پوځ ځواکونه فېزیکي شتون لري.

دغه وزارت وايي هغه کسان چې په تېرو کې په دا ډول فساد کې ښکېل وو تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‎الله احمدزی وايي:«د افغانستان د ملي دفاع وزارت په لیکو کې هېڅ خیالي سرتېری شتون نه‎لري. سیګر د دغه رپوټ په چمتو کولو کې له ملي دفاع وزارت سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې او د دفاع وزارت له ادرسه یې مالومات نه دی غوښتی.»

د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ (سیګر) په خپل نوي رپوټ کې لیکلي چې په افغانستان کې ۴۲ زره خیالي سرتېري شتون لري چې ځينې حکومتي چارواکي د دغو خیالي سرتېرو د نومونو له استفادې سره غواړي چې معاش او امتیازونه یې په خپله ترلاسه کړي.

یو شمېر پوځیان او همداراز د ملي شورا غړي په ملي اردو کې د څه د پاسه څلویښت زره خیالي سرتیرو په هکله د سیګر د رپوټ د خپریدو په غبرګون کې وايي هغه کسان چې د پوځیانو له پیسو یې غلا کړې باید سزا ورکړل شي.

د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ وايي:«اړینه ده چې افغان دولت په دې اړه چې یو ډېر ستر جرم دی او د امنیتي ځواکونو یو لوړ لګښت تالاترغۍ کېږي او په دې اړه زموږ ډېری سرتېري د پرسونل د کموالي له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، ولسوالۍ د دښمن لخوا نیول کېږي او دا یوه تاریخي او ستره جفا ده. که‎چېرې افغان حکومت په دې اړه یوه کوچنۍ بې پروايي وکړي او کسانو سره قانوني چلند ونه شي زه فکر کوم دا یوه ملي جفا ده.»

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رییس خیالي پوځیان لوی خیانت بولي او د هغو کسانو پر موندلو او عدلي پلټنو ټینګار کوي چې د خیالي سرتېرو په برخه کې لاس لري.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رییس میر حیدر افضلي څرګندوي:«هغو کسان چې هغه وخت یې د ملي دفاع وزارت موسوولیت درلود او په دې برخو کې مسوول وو. زه فکر کوم لومړني کسان چې باید مجازات شي همدوی دي.»

په دولتي ځواکونو کې د خیالي سرتېرو پر شته‎والي نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان پوځیان په څه د پاسه شلو ولایتونو کې په جګړه بوخت دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وايي:«زموږ مرګ ژوبله د دې لامل شوی، د همدغو څلوېښت زره خیالي سرتېرو لامل شوی؛ ټوپک یې پلورل شوی، مرمۍ یې پلورل شوې ځکه چې اضافه وو او بالاخره داسې وشول چې په یوه کال کې ۴۵ زره کسان ووژل شي.»

خو د ملي شورا غړي او همداراز پخواني پوځیان په دولتي ځواکونو کې خیالي سرتیري نه انکاریدونکې موضوع بولي او د دغو پوځیانو له امله فساد په مېلیونونه ډالر بولي او ټینګار کوي هغه کسان چې په دې فساد کې یې لاس درلود اوس د ننه په هېواد او بهر کې لویې شتمنۍ لري.

د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ (سیګر) په خپل نوي رپوټ کې لیکلي چې په افغانستان کې ۴۲ زره خیالي سرتېري شتون لري.

شریک یي کړئ