Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت د پاکستان راکټي بریدونه تيری بولي

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري نن(یک‎شنبې د کب پر لومړۍ) وویل، هڅه به وکړي چې پر افغانستان د پاکستان راکټي بریدونو موضوع د خبرو له لارې هواره کړې او که دغه کار ونشي افغانستان به د پاکستان توغندیزو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د ننګرهار د لعل‎پورې او ګوشتې او د کنړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالیو له درېیو ورځو راهیسې توغندويي بریدونو روان دي او مېشت خلک یې د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«که یو ډز هم وي د تيري پرته بل څه نشو ورته ویلی.»

سره له دې، یو شمېر کارپوهان د پاکستان راکټي بریدونو ته په ځواب کې ناغېړه بولي.

دپوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی څرګندوي:«کیدی شي چې له ډپلوماټیکو لارې چلند وشي اویا هم غیرسیاسي فشارونه لکه اقتصادي فشارونه، د عامه افکارو بدلون او وسله‎واله مشروع دفاع وشي.»

د سیاسي چارو کارپوه، هارون میر څرګندوي:«د افغانستان حکومت د ځواب توانايي نلري، ځکه چې موږ د لیري واټن وسلې نلرو.»

خو څنګه کېدی شي چې د پاکستان راکټي بریدونو مخه ونیول شي؟

د ملي دفاع وزارت وايي اوس د پاکستان پر وړاندې له زغمه کار اخیستل کیږي، خو د دغو توغندويي بریدونو دوام د زغم وړ نه بولي.

دولت وزیري زیاتوي:«هر هغه څوک چې تېری کوي یوازې به یې پایله د هماغه هېواد ماته وي.»

داسې ښکاري چې دغه توغنديز بریدونه د پاکستان د سند ایالت کې په یوه زیارت کې د ځانمرګي برید په غبرګون کې زیات شوي دي.

که څه هم په تېرو وختونو کې هم د ډیورند کرښې له هغې غاړې د افغانستان پر ختیځو سیمو توغندويي بریدونه شوي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر د دغو بریدونو په اعتراض کې دې وزارت ته وروغوښت.

د ننګرهار د لعل‎پورې او ګوشتې او د کنړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالیو له درېیو ورځو راهیسې توغندويي بریدونو روان دي او مېشت خلک یې د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوې دي

شریک یي کړئ