د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د ترهګرو له منځهوړو په موخه د افغان ځانګړو ځواکونو شپني عملیات او هوايي بریدونه زیاتوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري یکشنبې( د غبرګولي۷مه) طلوعنیوز ته وویل چې عملیاتو به په ډېر شمېر ولایتونو کې ترسره شي.
ده زیاته کړه:«موږ شپني عملیات زیاتوو، د کومانډو عملیات زیاتوو، او همداراز به هوايي ګوزارونه هم زیات کړو.»
په څو وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملیات ترسره شوي دي.
په همدې حال کې د کندز ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه بوخت دي تر څو له هغو سیمو طالبان وباسي چې د یادې ډلې په ولکه کې دې، او څو بریدونه یې په ښا تمبولي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان، عبدالواسع میلاد په دې اړه وویل:«دا امتیاز دوی( مخالف وسلهوال)نشي اخیستی چې ولسوالۍ ونیسي.»
تېره اوونۍ میدان وردګو کې هم طالبانو پر لارې بریدونه وکړل.
د میدان وردګو امنیه قومندان، فهیم قائم وايي:«درنه کوزارونه ورته اوښتې د ي او بریالي عملیات وو، هغې خوا ته د سیمې سپین ږیري وو دوی هم عملیات تائیدوي ځکه چې ملکي کسانو ته زیان نه وه رسېدلی.»
له دې سره هممهال ځانګړو ځواکونو هلمند او کندز ولایتونو کې هم شپني او هوايي عملیات پیل کړل.
د ځانګړو ځواکونو ویاند، احمدجاوید سلیم څرګندوي:«زموږ د عملیاتو اصلي موخه د کندزو لایت د ګل تيپې وسلوالۍ رامنځته کول دي. او د جزتامونو ځای پر ځای کول دي.»
اوسمهال افغان ځواکونه هره ورځ ۱۷ پوځي عملیات ترسره کوي او ترڅنګ یې کمانډو ځواکونه هم ۱۵ عملیات ترسره کوي.
افغان ځانګړې ځواکونه د شپې مهال نور مهم ماموریتونه هم ترسره کوي.