په داسې حال کې چې افغان حکومت او د طالبانو ځينې سرچینې د نه اعلان شوي اوربند د دوام په هکله ډاډ ورکوي، خو ملي دفاع وزارت طالبان د دغه اوربند پر نقض تورن وي.
د جګړې په دغه موسم کې هغه نه اعلان شوی اوربند چې په افغانستان کې د اختر له درېیو ورځو وروسته دوام لري د هېوادوالو لپاره په تېره بیا په هغو سیمو کې چې کلونه د جګړې اور په کې بل و هیله منونکی بلل شوی، خو کله کله هم دغه نه اعلان شوی اوربند د دواړو لوریو لخوا مات شوی دی.
ملي دفاع وزارت وایي د پنجشنبې په شپه طالبانو د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ چې ۱۴ تنه پوځیان په کې مړه او درې نور ټپیان شول.
طالبان وايي د دوی دا برید د هغوی تر واک لاندې سیمو کې د دولتي ځواکونو د نویو پوستو د جوړولو لپاره شوی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«افغان حکومت د طالبانو یو ډېر شمېر بندیان ازاد کړل چې اوربند دوام پيدا کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې اترې پیل شي.»
افغان حکومت په دې باور دی چې د دغه اوربند دوام به افغانستان تلپاتې سولې ته نږدې کړي.
د هلمند والي محمد یاسین په دې اړه وايي:«که چېرې له دغه اوربند سره هم مهاله، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې هم پيل شي، افغانان سولې ته رسېږي.»
هېوادوال د دواړو لوریو ترمنځ د دایمي اوربند د ټینګښت غوښتتونکي دي.
د کابل اوسېدونکی احمد علي وویل:«بس دی تر کله به جګړه وي، تر کله به بې وزلي او ترکله به بې چاره ګي وي؟ څلوېښت کاله کېږي چې موږ په جګړه کې یوو.»
د اختر په څلورمه ورځ هم له فراه او پروان ولایتونو څخه د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو او بریدونو رپوټونه ورکړل شوي و او ویل شوي چې په زابل ولایت کې د دولتي ځواکونو لخوا هوايي برید هم شوی دی، دغو بریدونو تلفات هم لرل.
دا دوهم ځل دی چې طالبان او افغان حکومت اوربند وکړ.