Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت غزني کې د ۴۸ طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکړ

د ملي دفاع وزارت نن(شنې د وري ۲۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې چې غزني ولایت کې یې کړي دي ۴۸ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه وړاندې وايي چې دا عملیات د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

دا عملیات چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي دي، دافغان ځواکونو له وسله‎والو یو  شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼې همداراز ویلي دي چې افغان ځواکونو د خواجه عمري ولسوالۍ یو شمېر سیمو چاڼ ترڅنګ د ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې ۲۷ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
 
د ملي دفاع وزارت تائیدوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې چې په غزنې ولایت کې ترسره شوي کابو پنځوس تنه طالب وسله‎وال وژل شوي دي

شریک یي کړئ