د هېواد ملي دفاع وزارت د رسنیو دفتر د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه مهم غړي له وژلو خبر ورکوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې نن(یکشنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) راغلي چې د طالبانو یاد غړی حفیظ الله نومېده چې په "ظالم کش" یې شهرت درلود.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې نوموړی د هوايي ځواکونو په ملاتړ د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې له خپله یوه ساتوونکي سره وژل شوی دی.
په دې عملیاتو کې د یوه بل طالب وسله والو له ټپي کېدو هم خبر ورکړی شوی دی.
خو طالبان بیا دغه ادعا نه ده منلې.