Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: فاریاب کې ۲۲ تنه طالب اورپکي وژل شوي

ملي دفاع وزارت نن دوشنبې (د وږي په ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په فاریاب ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۲۲ طالب اورپکي وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه نښتې تېره ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قوزي بای قلعه او کوسه قلعه کلیو او د پشتون کوټ ولسوالۍ په ګدای قلعه او د میمنې ښار په شمالي تپو کې رامنځه شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو نښتو کې د طالبانو د یوې ګروپ مشر ذلفقار هم وژل شوی دی.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې د طالبانو دا بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ کړل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت وايي چې په دغو نښتو کې د طالبانو د یوې ګروپ مشر ذلفقار هم وژل شوی دی.

شریک یي کړئ