د هېواد ملي دفاع وزارت له طالبانو د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ له بیا نیولو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې نن(یکشنبې د وږي په ۳۱مه نېټه) راغلي دي چې افغان ځواکونو د"مبين عملاتو" دوهم پړاو په ترڅ کې د جغتو ولسوالي چې کابو دوه کاله د طالبانو په ولکه کې وه، بېرته نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ په مرسته په یاده ولسوالي کې پوځي عملیات کړي او هغه یې له طالبانو پاکه کړې ده.
ملي دفاع وزارت همداراز زیاتوي چې د افغان ځواکونو عملیاتو په ترځ کې ډېر شمېر ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ شوي او طالبانو هم مرګ ژوبله ا وښتې ته.
دفاع وايي د جغتو ولسوالۍ په آزادولو سره د مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ له د غزني له مرکز سره نښلول شوې دي.