Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: هغه سرتېري چې ترکمنستان ته اوښتي وو بېرته راستانه شول

ملي دفاع وزارت وايي هغه سرحدي سرتېري چې د بالامرغاب ولسوالۍ څخه ترکمنستان ته تللي وو د هرات د تورغندۍ بندر له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شول.

دغه وزارت زیاتوي چې د بالامرغاب په جګړه کې ۵۸ نور سرتېري د بلواګرو لخوا اسیر شوي دي.

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وروستۍ نښتو له امله کابو ۱۰۰ تنه سرحدي پوځيان دې ته اړ شوي چې د ترکمنستان سرحدي سیمو ته پناه یوسي.

په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې کابو لس ورځې مخکې پیل شوې او په دغې موده کې د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه هم خپاره شوي دي.

د اوونۍ په پیل کې ملي دفاع وزارت داسې انځورونه خپاره کړل چې د دغه وازرت په وینا، د بادغیس د بالامرغاب هغه سیمې بمباري کوي چې طالبان په کې حضور لري.

تراوسه ملي دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو په ترکمنستان کې د کابو سلو سرحدي پوځیانو د پناه اخیستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو په بادغیس کې سرچینې تاییدوي چې دغو پوځیانو د بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سرحدي سیمو کې د جګړې له زیاتوالي وروسته د خپل مرکز پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وايي:«زموږ څه باندې ۱۵۰ سرحدي ځواکونه، د اړې له مخې، ځينې طالبانو ته تسلیم شوي او ځينې نور په تېښته کې دي.»

له بلخوا د ځینو رپوټونو له مخې یو شمېر سرحدي ځواکونه چې نه دي توانېدلي له خپلو ملګرو سره د ترکمنستان د پولې هغې غاړې ته ولاړ شي په موریچاق سیمه د طالبانو لاس ته ورغلي، خو ملي اردو ځواکونه په دې اړه بل څه وايي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان نورالله قادري په دې اړه څرګندوي:«په جنګي حالت کې یوو، ټول خپلې خبرې لري. موږ یې لرو، سمه ده زموږ یو دوه کسه له دښمن سره دي؛ خو موږ هم د دښمن یو شمېر اسیران له ځان سره لرو.»

د ځینو سرچینو په وینا یو شمېر سرحدي پوځیان چې ترکمنستان ته یې پناه وړې خپلې کورنۍ یې هم له موریچاق سیمې څخه ورسره لېږدولې دي.

سناټور ولي شاه نایب زاده وویل:«له خپلو کورنیو سره د ترکمنستان پولې په لور ولاړل دوه شپې ورځې د ترکمنستان په خاوره کې وو او د دوی ځينې اړ شوي چې بېرته طالبانو ته تسلیم شي چې له بده مرغه د هغوی څخه کوم احوال نشته، د هغوی ځینې همکاران چې ټلېفون لري له موږ سره خبرې کوي.»      
   
د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې کابو لس ورځې مخکې پیل شوې او په دې موده کې دواړو لوریو ته د تلفاتو د اوښتو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

شریک یي کړئ