ملي دفاع وزارت وايي چې په دې وروستیو کې د طالبانو هغه ډله چې د باغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې فعالیت درلود، تېره شپه له منځه یوړل شول او په دغې ولسوالۍ کې وضعیت عادي حالت ته راستون شوی دی.
طالبانو، کابو دوه اوونۍ مخکې پر بالامرغاب ولسوالۍ برید وکړ او د لسو ورځو لپاره یې دغه ولسوالۍ په کلابندۍ کې وه.
ملي دفاع وزارت وايي چې د بادغیس د دغې سیمې د امنیت د تامین لپاره، د دغې ولسوالۍ ولسوال او امنیه قومندان یې تبدیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپانه کې راغلي دي چې طالبانو په عمومي ځایونو کله هټیو، جوماتونو او استوګنیزو ځایونو کې ماینونه ځای پر ځای کړي دي. د یاد وزارت په وینا، امنیتي ځواکونه تراوسه کابو ۵۰ ماینونه شنډ کړي دي.