د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني،نن سېشنبې(د وري په ۲۲ مه)په کابل کې وویل چې د مسکو په غونډه کې طالبانو ته به زموږ پیغام دا وي چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته نهشي رسېدای.
هغه تینګار وکړ چې په دغې غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو څخه هم غوښته کېږي چې د ترهګرو امنپټنځایونه باید په نښه شي او د ترهګرو په منځ کې باید توپير و نه شي.
مستغني وویل:«په دغې غونډه کې طالبانو ته زموږ پيغام دا دی چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته نهرسېږي او دا تجربې هم ثابته کړې ده.بل پیغام دا دی چې د ترهګرو ډولو ترمنځ باید توپير ونهشي.»
له بلخوا اجرائیه ریاست افغان چارواکي تمه لري چې په دغه ناسته کې سولې ته د رسېدو لارې چارې ولټول شي.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«افغان حکومت غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې یوه سیمهییز یووالی رامنځته شي او د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.»
دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې ورځو کې د کابل او مسکو اړیکې له هسکو ټیټو سره مخامخ دي، خو دا ناسته به ترکومه بریده د افغانستان لپاره ګټوره وي؟
د ولسي جرګې غړي حفیظ منصور په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت باید له دغې موکې څخه استفاده وکړي او له خپلو سیمهییزو شریکانو سره دې پایلې ته ورسېږي چې ټول سره یو موټی شي او په افغانتسان کې د توند لارو د ځپلو لپاره مرسته وکړي.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم وايي:« په دغې غونډه کې روسیه باید قانع شي چې د داعش د ځپلو لپاره له طالب سره باید مرسته ونه شي،ځکه چې دواړه دښمنې ډلې دي.»
له دې مخکې هم مسکو دوه ځله د دغه راز غونډو کوربتوب کړی دی، خو دا ځل افغان حکومت هیله من دی چې دا ناسته به د سولې خبرو ته د طالبانو له هڅولو سره مرسته وکړي.
افغان حکومت وايي تراوسه هغه پلاوی چې ټاکل شوې په دې غونډه کې ګډون وکړي نه دی روښانه شوی.
ټاکل شوې درې ورځې وروسته روسیه د افغانستان په اړه د غونډې کوربتوب وکړي، په دغه ناسته کې به د چین، پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازي ګډون وکړي.