Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دملګرو ملتونو سازمان سرمنشي:دکابل برید له بشري قوانینو سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش، په یوې خبرپاڼه کې د کابل د تېرې ورځې (چهارشنبې د غبرګولي ۱۰ مه) برید له بشري قوانینو سرغړونه بولي.

هغه وايي چې د دغه برید عاملان باید مجازات شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د مُلکي وګړو پر ضد بریدونه د بشري حقونو او د نړیوالو قوانینو څخه ستره سرغړونه او هېڅکله نه توجیه کېدونکې ده.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«هغوی چې په ننني برید کې لاس لري، باید عدالت ته وکاږل شي.»

هغه همدارنګه تاوتریخوالي څخه ډګ افراط پالنې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په همدې حال کې، د سوېلي کوریا او المان په ګډون ځینو نور هېوادونو هم دغه برید غندلی دی.

له دغو ټولو سره سره، د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «اېفل برج» څراغونه د څو ساعته لپاره په کابل ښار کې د تېرې ورځې قربانیانو ته د درناوي لپاره ګول شول.

دغه برج، د تېرې شپې تر نیمايي پورې تور تم وه ترڅو په کابل کې د چاودنې قربانیانو ته یې درناوی کړی وي.

د چهار شنبې په ورځ، د کابل ښار د روژې پنځمه ورځ له سترې خونړۍ پېښې سره پیل کړه چې په هغه کې څه باندې ۸۰ تنه شهیدان او څه باندې ۴۰۰ تنه نور ټپيان شول.

دغه پېښه چې ۸ بجې او ۲۰ دقیقو کې رامنځته شو، سرچینې وايي چې دغه برید د اوبو د یوه ټانګر له خوا چې په هغه کې کابو یو زرو او ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چاودنه وکړه.

دغه برید تر دې کچې ځواکمن وه چې د هغه وړانګو تر څو سوه مټره ودانۍ زیانمنې کړې دي، په کابل کې د المان سفارت او د روشن مخابراتي شرکت ډېر زیان لیدلی دی.

په دغې پېښه کې د ټپيانو او شهیدانو د لېږد بهیر حتا له برید څخه درې ساعته وروسته پورې دوام درلود.

په روان کال کې په کابل کې دا تر ټولو مرګونی برید وه.

شریک یي کړئ