د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرزایف او د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي د افغانستان سولې بهیر او امنیت تامین په اړه پر همکاریو خبرې کړې دي.
ښاغلي مودي ویلي دي:«هم ازبکستان او هم هند د بهرني امن چاپېریال غوښتونکي دي. موږ په سیمه کې د سولې او ټیکاو په اړه د دوی (ازبکستان) له هڅو درناوی کوو.»
مودي همداراز ویلي دي:«زه تاسو ته ډاډ درکولی شم چې هند ستاسو له هڅو ملاتړ کوي. هم هند او هم ازبکستان د یوه ډموکراټ او هوسا افغانستان غوښتونکی دی.»
ښاغلی مودي زیاتوي چې هوسا او سولهییز افغانستان د سمې د سولې په ګټه دی.
د هند لومړي وزیر ويلي دي چې ازبکستان کې د ټولنیزو پروژو لپاره چې په کې به په لږه بیه د کورونو جوړول هم شامل وي، ۲۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کوي.
په همدې حال کې د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرزایف وویل چې د سوېل او شمال نړیوال کږکېچ سره به یوځای شي.
په دې لیدنه کې ښاغلي میرزایف همداراز ویلي دي چې تاشکند او نوی ډیلي د افغانستان ستونزې ته جدي پام کوي ځکه دا ستونزې زموږ هېوادونه زیانمنوي.
نوموړي د افغانستان د ستونزې یوزېنۍ حل لار د سولې خبرې اترې بولي.