د افغانانو ترمنځ غونډه نن (یکشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) نېټه له غرمې مخکې د قطر پلازمېنې دوحه کې پيل شوه.
دغه ناسته چې د دوه ورځو لپاره به دوام وکړي، په هغه کې د مدنې ټولنې، د ښځو د حقونو په برخه کې فعالان، سیاسي ګوندونو کابو ۷۰ تنو استازو او همدارنګه د طالب ډلې ۱۷ تنو غړو ګډو کړی دی.
له دغې غونډې خبرې سرچینې وايي چې د افغانانو ترمنځ د غونډې د ګډون کوونکو تمرکز به د مهمو مسایلو په ګوته کول او ډلبندي او همدارنګه د سولې خبرو اترو د مدیریت د یوې تګلارې رامنځته کول به وي.
د دغې غونډې له پیل شېبه وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني وویل:«د افغانستان کړکېچ په لومړي سره کې په افغانانو پورې اړه لري او دا د افغانانو ترمنځ غونډه ده، او موږ تل وایوو چې افغانان کولای شي دا مسله حل کړي. موږ د دوامداره جګړې د لیرې کولو په برخه کې له افغانانو سره مرسته کوو.»
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه پوځي حل لار نهلري او هېڅ لوری له پوځي لارې نه شي بریالی کېدی:«نه شو کولای هغه د جګړې او پوځي لارې څخه بریالي شي. له همدې امله، افغانانو او دخیلو او سیمهییزو هېوادونو ته وايي چې باید خبرې وشي، همغږي دې رامنځته شي، او بېلابېل لوري سره کېني. د ټولو دخیلو هېوادونو ترمنځ باید همغږي وي.»
هغه د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان او امریکا د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي که نه؟ وویل:«غواړم چې ټينګار وکړم چې ډېرې سترې لاسته راوړنې ترلاسه شوي او هیله ده چې وکړای شو د روان کال په لړ کې یوه هوکړه هم اعلان کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا خبرې د دوه ورځو لپاره درول شوې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خبرو اترو د ځنډ لامل د افغانانو ترمنځ د غونډې جوړېدل ګڼي.
په ورته وخت کې په قطر دې طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین طلوع نیوز ته وايي چې له امریکې سره د طالبانو خبرې اترې د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته بېرته پیلېږي.