د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او وسلهوالو طالبانو د استازو تر منځ د افغان سولې لپاره د خبرو شپږم بهیر نن(چهارشنبې د غويي په ۱۱مه نېټه) پیلږي.
د طالبانو ویاند پر خپله ټويټرپاڼه د خبرو د شپږ پړاو د پیل خبر ورکړی دی.
د افغان سولي لپاره د امریکامتحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد چې تازه يې له افغانستان او پاکستان څخه لیدنه کړې، په یادو خبرو کي ګډون کوي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی په خاص ډول د یادو ځواکونو د وتلو مهالویش، په راتلوونکي کې نړۍ هېوادونو ته د افغانستان له خاورې له ګواښ نه پيښېدل او د وسلهوالو طالبانو له لوري د نورو تروریستي ډلو پر وړانډي مبارزه هغه موضوعات دي چې د دوحې په شپږم پړاو خبرو کې به ورباندي بحثونه کیږي.
بلخوا وسلهوالو طالبانو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر په دوحه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې ده چې دواړو لورو د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو تر منځ پر روانو خبرو او دغه راز د بین الافغاني خبرو د ځنډولو پر عواملو یې خبري کړې دي.