Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې له طالبانو سره د جنرال مېلر لیدنه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د جمعې پر ماښام (د وري په ۲۲مه) د قطر پلازمېنې دوحه کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سني لېګټ طلوع نیوز ته وویل چې دغه لیدنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه شوې ده.

طالبانو هم د دغې لیدنې پخلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټیوټ کې لیکلي چې دا لیدنه (د امریکا او طالبانو ترمنځ) د هوکړې د تطبیق او سرغړونې په اړه خبرې اترې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په دغې ناسته کې د هغو بریدونو په هکله چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوي خبرې وشوې او د طالبانو پلاوی د هغه د مخنیوي غوښتوونکی شو.

شریک یي کړئ