Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحې ته د افغان حکومت مرکچي پلاوی سفر وځنډيد

له طالبانو سره د سولې خبرو مرکچي پلاوي کې سرچینې وايي چې دوحې ته د دغه پلاوي سفر نن هم ځنډول شوی دی.

سرچینه د پلاوي تګ کې د ځنډ یو لامل د خبرو په موخه د طالبانو د پلاوي نه بشپړېدل بولي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنیت شورا دفتر وویل چې د بندیانو د ازادۍ بهیر پایته رسېدلی او باید د سولې خبرې پیل شي.

یاد دفتر یوه ټویټ کې تېره ورځ (پنجشنبې د وږي په ۱۳مه نېټه) همداراز زیاته کړې چې زموږ کمانډو ځواکونو او  طالب بندیان ازاد شوي او یوازې هغه طالبان بند کې پاتې دي چې په تړاو یې نړیوال غبرګونونه شته دي.

د امنیت شورا زیاتوي چې د پاتې طالب بندیانو ازادولو په موخه  ډیپلوماټیکي هڅې رواني دي.

په همدې حال کې طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې د ۵زرو طالب بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ شوی او یوازې ۷ تنه چې په تړاو یې استرالیا و فرانسه ملاحظه لري پاتې دي.

دغه سرچینې وايي چې ټاکل شوې یاد اووه تنه جنجالي بندیان قطر ته ولېږدول شي.

په همدې حال کې له طالبانو سره د سولې مرکچې پلاوي مشر، معصوم ستانکزي ژر تر ژره د سولې خبرو له پیله خبر ورکړی.

هغه پر ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د سولې خبرو کې به د هېواد ټولو وګړو حقونه خوندي ووسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه ۵ زره طالب بندیانو د افغان حکومت له بند خونو ازاد شي، خو له دې ډلې د ۴۰۰ ازادول له بندون سره مخامخ شول او دغه بهیر وځنډید.

شریک یي کړئ