Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوستم:جګړه د حل لاره نه ده او طالبان نه شي کولای د اسلامي امارت حکومت جوړ کړي

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالۍ د عملیاتو مشري کوي وايي چې جګړه د حل لاره نه ده او طالبان د پردیو له هرډول مرستې سره نه‎شي کولای چې په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت رامنځته کړي.

جنرال دوستم وویل: "جګړه د حل لاره نه ده طالبان له دغې جګړې سره چې له بهر او دننه څخه له هر ډول مرستې سره نه شي کولای یو امارتي حکومت رامنځته کړي".

هغه د ترهګرو له ټولو ملاتړو هېوادونو څخه غواړي چې له دغه کار څخه لاس په سر شي.

ښاغلی دوستم وايي چې طالبان د پیسو لپاره جنګېږي او حاضر دي که‎چېرې دغه ډله له جګړې څخه لاس په سر ‎شي هغوی ته د پاکستان د پوځي استخباراتو څخه لس برابره زیاتې پیسې ورکوي.

په همدې حال کې د قوش تپې ولسوالۍ ډېری برخې د مخالفو وسله‎والو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د دغو عملیاتو مشري د ولسمشر لومړی مرستیال پرغاړه لري.

د دولت مخالفو وسله والو په دغو سیمو کې امن ځایونه لرل او ټولې لارې د افغان ځواکونو پرمخ تړلې وې.

یو تن سرتېري وویل: "درې ځله موږ ملاتړ وکړ خو موږ ونه توانېدو چې له دغه ځای څخه تېر شو دم‎ګړۍ مرسیتال صاحب حضور لري د خدای او د مرستیال صاحب په مرسته ډېر پرمختګونه لرو".

بل سرتېري زیاته کړه: "۱۹ ورځې موږ دلته مقاومت وکړ د الله په فضل موږ مرګ ژوبله نه لرله خو طالبان ته مو درنه مرګ ژوبله اړولې ده".

دا کسان د افغان ځواکونو هرکلي ته راوتلي او د طالبانو له کړنو شکایت لري.

د قوش تپې اوسېدونکي مؤمن په دې اړه وویل: "طالبانو له موږ څخه عشر او زکات اخیسته او خلک به یې ځورول او وهل ټکول".

طالبان له سیمې تښتېدلي او افغان ځواکونو د طالبانو له مقاومت پرته دا سیمې نیولې دي.

د دولت مخالف وسله وال په اوسني وخت کې د قوش تپې له ستراتېژیکو سیمو ایستل شوي او د دې ولسوالۍ لارې پرانیستل شوې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالۍ د عملیاتو مشري کو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه