Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوستم: حکومتي مشران دې لومړی خپلو کې بیا له طالبان سره سوله وکړي

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پیل ګنګوسو په درشل کې د ولسمشر لومړی مرستیال، عبدالرشید دوستم  وايي چې د حکومت مشران مخکې له دې چې د طالبانو سره د سولې بهیر مخې ته یوسي، لومړی باید خپله منځ کې سوله وکړي.

کابو شپږ میاشتې کېږي چې ښاغلی دوستم په ترکیه کې دی او د پنج‎شنبې پر ورځ(د کب۳مه)د امیر علي شېرنوايي زیږون لمانځنه کې ټلفوني اړیکه کې وویل چې کابل پرته له هغې هېڅ کار نشي کولی ده زیاته کړه:«که په افغانستان کې سوله غواړو نو لومړی باید په خپل منځ کې سوله وکړو.»

په همدې حال کې د ولسمشر د لومړی مرستیال د دفتر رییس وایي چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک غواړی چې دولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هېواد ته راستون شي، خو ولسمشر او یوه ځانګړې حلقه د نوموړی د بیرته راتګ مخنوي کوي.

عنایت فرهمند څرګندوي:«له بده مرغه په ارګ کې یو شمېر کړۍ دي چې لا هم مقاومت کوي او لامل یې هم شخصي ګټې او عقدې دي.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه روښانه ځواب نه وايي او د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه حسین مرتضوي د پوښتنې په ځواب کې وویل:«تکراري پوښتنو ته ځواب نه وایم، ځکه هر کنفرانس کې پوښتل شوې ده.»

خو د پوهنتون یو استاد په دې اند دی چې افغان حکومت نه شي کولی هېڅ د هېواد هیڅ یو غړی د محکمې د پرېکړې پرته ممنوع الخروج او ممنوع الدخول اعلان کړي.

د پوهنتون استاد، قاسم وحیدي څرګندوي:«دا چې څه لومړی مرستیال او یا بل افغان د محکمې حکم خلاف پرته له دې چې زړه یې وغواړي ویستل یې له هېواد څخه فکر کوم د قانون خلاف دي.» 

په همدې اړه د ملي شورا یو شمېر غړي په دې باور دي چې ښاغلی دوستم کله په افغانستان کې وه له خپلو واکونو ناوړه ګټه اخیستې وه.

ښاغلی دوستم له ولسمشر سره د مخالفتونو سربېره دی او ساتونکي يې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د جنسي ځورونو باندې تورن شول.

خو دوستم ته نږدې کسان وايي هغه ترکیې ته د درملنې په موخه تللی دی او اوس مهال بیرته هیواد ته د راستانیدو اجازه نه ورکول کیږي.

عبدالرشید دوستم کابو شپږ میاشتې کېږي چې له هېواد څخه بهر په ترکیه کې ژوند کوي او له هغه ځایه د افغانستان حالت هم څېړي

شریک یي کړئ