Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوستم د شمال پر خلکو د والیانو معرفي لپاره د چمتووالي غږ وکړ

د افغانستان د جنبش اسلامي ګوند مشر، جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې له «زړه او ځانه» د عبدالله عبدالله لخوا د «ټول شموله» حکومت اعلان ملاتړ کوي.

ښاغلي دوستم چې نن(چهارشنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) جوزجان کې د خپلو پلویانو منځ کې خبرې کولې، د شمال ولایتونو له خلکو غوښتنه وکړه چې د دغو ولایتونو لپاره دې والیان وټاکي.

هغه په دې اړه وویل:«د ډاکتر عبدالله له علانه چې نېږدې وخت کې حکومت اعلانوي، ټول قومونه، ټول ملتونه... ځان د ثبات او همپالنې هغې حکومت کې ګوري، ټول ولایتونه په ځانګړې توګه د شمال ولایتونه دې چمتووالی ونیسي چې خپل والیان وټاکي... حق اخیستل کیږي، نه ورکول کیږي. ملا وتړی.»

ښاغلی  دوست د ټاکنو کمېسیون لخوا د ټاکنو اعلان شوې پایله د منلو نه بولي او د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي «خائن» بولي:«دوی له ملي خاینه بد دي. خاین دي او باید چې د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

هغه وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکې» ټاکنیزې ډلې فشار لاندې دي:«یا یې پیسې اخیستې دي او یا هم تاثیر لاندې تللي دي یا هم ورته د موقف او څوکۍ ژمنه شوې ده، د دولت جوړونکې تر تاثیر لاندې تللي دي.»

دوستم همداراز څرګنده کړه:«موږ د ډاکټر عبدالله له اعلانه چې تېره شپه یې اعلان وکړ له زړه او ځانه ملاتړ کوو. موږ تقلبي او ټاکنیزه کودتا په رسمیت نه پېژنو.»

هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې چپ پاتې نشي او له خپلو قربانیو دفاع وکړي:«چپتا، ځان وژنه ده او ستاسې چوپتیا څلوېښت کلنه مبارزه له پوښتنې سره مخامخ کوي.»

عبدالله عبدالله تېره شپه وروسته له دې چې د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو بریالی وباله، هغه هم خپل ځان بریاله وباله او زیاته یې کړه چې"ټول شموله" حکومت به رامنځته کړي.

کله چې نن جنرال دوستم د خپلو پلویانو ترمنځ خبرې کولې، د ولسمشر لخوا ورته زنګ راغی او ښاغلي دوستم د ټلفوني خبرو په تړاو جزئيات ورنکړل.

له دې سره هم مهاله د ولسمشرۍ نوماند، رحمت الله نبیل کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنو پایلې د منلو نه دي.

جنرال دوستم له خپلو پلویانو وغوښتل چې چپ پاتې نشي او له خپلو قربانیو دفاع وکړي

شریک یي کړئ