Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوستم د هېواد شمال کې د پراخو پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکوي

د ولسمشر لومړی مرسیتال، جنرال عبدالرشید دوستم په شمال کې د ترهګرو ځپلو لپاره د پراخو پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکوي.

نوموړی چې له تېرو دریو میاشتو را هیسې د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې مېشت دی وایي چې داعشیانو د هېواد شمال ولایتونو کې نفوذ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر له ملي دفاع وزیر اسدالله خالد سره یو ځای د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

له دغې کتنې وروسته نن(پنج شنبې د لیندۍ په ۱۴مه نېټه) د هېواد په شمال کې د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان  او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د ترهګرو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو په موخه له جنرال دوستم سره کتلي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم څرګندوي:«د شمال پر امنیتي حالت مو خبرې وکړې؛ داسې ځای چې لومړۍ درجه ګواښ دی، پر هغې مو خبرې وکړې. وروسته له یوې جلسې چې کله او چېرته عملیات پیل کړو، داسې به هم خبر کړو.‎»

د سیمه ییزو مسوولینو په وینا په فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګانو ولایتونو کې داعش او نورې ترهګرې ډلې نفوذ لري او د دغو ولایتونو ځینې برخې له لوړ امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

ورته مهال په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اوردو قومندان وایي چې د ترهګرو له منځه وړلو لپاره یې پروګرامونه جوړ کړي د ي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان، جنرال ولي محمد احمدزی زیاتوي:«هغه مالومات چې موږ ته رسیږي، ښکاري په هغو سیمو کې چې افغان ځواونه هم شته، د داعشیانو د کمپونو دشتون په اړه اطلاعات راغلي دي، خو موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې افغان ځواکونو د "آر اس" پياوړي ملاتړ سره پر هغو ټکو کار کوو او هر مرکز چې د د اعش او القاعدې په نامه وي، له منځه یې وړو.‎»
 
دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب، جوزجان او همداراز د جوزجان- بلخ لویې لارې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د دغې لارې د مسافرو په وینا: د دغو لارو په ځینو برخو کې طالبانو پاټکونه جوړ کړي او ځینې وختونه له چلونکو باج هم اخلي.

د سیمه‎ییزو مسوولینو د خبرو له مخې په فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګانو ولایتونو کې داعش او نورې ترهګرې ډلې نفوذ لري

شریک یي کړئ