Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولتي بنسټونو کې د غیراخلاقي پېښو د دوام په اړه اندېښنې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۳مه) وویل چې لاهم په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د غیراخلاقي پېښې شتون د اندېښنې وړ دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دا ډول پېښې، په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د ښخ، د پراخ ګډون په وړاندې خنډ دی.

په دغه رپوټ کې له دوه پېغلو نجونو سره مرکه شوې چې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې په ځلونه د ناوړه او غیر اخلاقي غوښتونو له امله کار نه دی ترلاسه کړی.

دغه شل کلنه نجلۍ چې غواړي مریم یې وبولو وايي د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته یې غوښتل د زده کړو د دوام لپاره کار هم وکړي خو په لومړي ګام کې په یوه وزارت کې له ستونزې سره مخامخ شوه.

مریم وايي:«وايي چې تاسو واده کړی که نه؟ د غوښې کس مو شته که نه؟ که یې نه لرې زه مو په خدمت کې یم. شماره مو ماته راکړئ.»

کله چې مریم وموندله چې دولتي بنسټونو له تګ سره کومې پایلې ته نه رسېږي، د خپلو ملګرو په مرسته، یوه خصوصي بنسټ ته ځي.

هغه وايي:«کله چې د هغوی له رییس سره مخامخ شوم، رییس یې موسکی شو او له دې مخکې چې له ما څخه پوښتنه وکړي چې د زده کړې کچه مو څومره ده او څومره مو زده کړې کړي، ایا دا دنده ته مخته بیولی شئ یا نه؛ وايي چې دا دنده ستا لپاره مناسبه ده. ته په خپله ښایسته یې او هېڅ ستونزه نه‎لرې. ته یوازې خپلې دندې ته راشه.»

خو د بلې ۲۶ کلنې نجلۍ کیسه چې غواړي معصومه ورته ووایوو بل ډول ده.

هغه چې له یوه ولایته کابل ته راغلې وايي په ځلونو د کارموندنې لپاره بېلابېلو ادارو ته ورغلې او آن مجبوره شوه د کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو لپاره څو میاشتې د طالبانو تر واک لاندې ناامنه سیمه کې په یوه روغتیايي بنسټ کې کار وکړي.

معصومه په کابل کې ټولو لویو او وړو دولتي او خصوصي ادارو ته ورغلې خو د هغې په وینا په ټولو کې د کار لپاره شرایط یو ډول و.

معصومه زیاتوي:«رییس ماته وویل چې یوازې راشه، کله چې ولاړم، ناست و او ورسره خبرې مې کولې چې ودرېد او زما په شاو خوا کې ګرځېده. یوځل یې زما په اوږه لاس کېښود. زه ولاړه شوم او ورته ومې ویل چې څه کوئ او له هغه ځایه ووتم.»

په دولتي او نادولتي ادارو کې غیراخلاقي کړنې په دغو بنسټونو کې د نجونو او مېرمنو په وړاندې لويې ننګونې دي.

د روان کال په پسرلي کې په دې اړه د رپوټونو خپرېدل د دې لامل شول چې د دغه ډول شکایتونو څېړلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګندوي:«هغه سکرتریت چې د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې جوړ شوی، د همدغو موردونو لپاره دي چې ولاړ شي او تعقیب یې کړي. او په حکومتي او هم په خصوصي بنسټونو کې، په هر هغه ځای کې چې د جنسي ځورونې پېښه موجوده وي، زموږ دغه بنسټ دغو پېښو ته د رسېدنې مسوولیت لري.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري وویل:«دا ډول پېښو ته د بې پامۍ پایله، د دې سربېره چې د یو ډېر شمېر هېوادوالو د دندې خوندیتوب له خطر سره مخامخ کوي، په اداري پروسو او ښې حکومتوالۍ په برخه کېد ښځو ګډون چې د افغان حکومت له مسوولیتونو څخه دي، کولای شي ډېر پڅ کړي.»

خو د مریم په شان نجونو ژوند تراوسه هم په یوه محدوده کې دی، شپه او ورځ یې یو شان او راتلونکي ته د هیلې په تمه تېروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه