Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي ځواکونه: د طالبانو په منځ کې بهرني جنګیالي هم حضور لري

دولتي ځواکونه د هېواد په سرحدي برخو کې د طالبانو په منځ کې د بهرنیو جنګیالیو په ځانګړې توګه د پاکستاني وګړو له حضوره خبر ورکوي.

دغه ځواکونه ټینګار کوي چې په وروستیو میاشتو کې په څو عملیاتو کې د هغو طالب جنګیالیو د مړو له جېبونو څخه چې د افغان دولتي ځوکونو په وړاندې جنګېږي؛ پاکستاني پېژند کارټونه ترلاسه کړي دي 

د هېواد په ختیځ او سوېل کې د جګړې له زور اخیستو سره همهاله، دولتي ځواکونه په دغو سیمو په تېره بیا، ډېورنډ کرښې ته په نژدې ولسوالیو کې د پاکستاني جنګیالیو د فعالیتونو د پراختیا خبر ورکوي.
           
د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد وویل:«د سیمې په لسګونه ترهګریزې دلې له جنګیالیو سره هم همکاري کوي او همدارنګه په لیکو کې یې هم حضور لري.»

د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي هم وايي:«طبعاً چې ترهګرې ډلې څه د افغانستان، څه له پاکستانه او څه هم له منځنۍ اسیا، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او د فعالیت زمینه هم طالبانو ورته برابره کړې ده.»

د هېواد پوځانیان وایي چې په هېواد په تېره بیا ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې د عملیاتو په لړ کې له پاکستاني پيژندپاڼو سره د هغو کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې په حال کې وو .

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی په دې اړه وايي:«دلته د کندهار په میوند، معروف، بولدک ولسوالیو کې زموږ په عملیاتونو کې نیول شوي دي چې له ځان سره یې پاکستاني پېژندکارټونه لرل.»

افغان حکومت وایي چې دا پاکستاني جنګیالي تر ډېره د کونړ، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې فعالیت لري.
 
د دولت په وینا هغه ولسوالۍ چې پاکستاني جنګیالي د کونړ په دانګام، مره وره ولسوالیو کې، د ننګرهار په نازیان، خوګیاڼي ولسوالیو کې،د کندهار په میوند، معروف، بولدک ولسوالیو کې، د هلمند په موسی کلا او سګین ولسوالیو کې حضور لري.

د هېواد پوځیان په دې باور دي چې نه یوازې د جګړې په ډګرونو کې پاکستان د طالب جنګیالیو ملتیا کوي؛ بلکې د طالب ډلې په سمبالولو او تمویل کې هم ونډه لري.
       
د ۲۰۱۵ میوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزی وايي:«دا یوه څرګنده خبره ده چې بهرني هېوادونه لاس لري او د هغوی له لوري ورسره مرسته کېږي او سمبالېږي او موږ د دې پخلی کوو.»

یوازې په سوېل کې نه بلکې د هېواد په ختیځ کې هم ځایي چارواکي په ځینو سیمو کې د بهرنیو جنګیالیو په تېره بیا پاکستانیانو د حضور او فعالیتونو منښت کوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په افغانستان کې د شپږ زرو پنځه سوه پاکستاني جنګیالیو د حضور خبر ورکړی دی. خو طالبان د دې ډلې د جنګیالیو په منځ کې د پاکستاني جنګیالیو حضور ردوي.

شریک یي کړئ