د ملي دفاع وزارت نن(شنبې د وري۱۸مه) وايي چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکنو پوځي ځنکني او هوايي بریدونو کې کابو ۳۰ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا دا عملیات د هېواد په ننګرهار، غزني، ارزګن، هرات، بادغیس، فرایاب، ارزګان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
په همدې حال کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته کې ۴ تنه افغان سرتېرو زابل کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زابل ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې نښته سهاروختي۳:۰۰ بجې په ارغنداب ولسوالۍ کې وروسته له دې شوې چې یو شمېر وسلهوالو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د ارغنداب ولسوال، امیرجان الکوزي وویل چې په دې پېښه کې طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.
دی زیاتوي چې دوه طالب وسلهوال هم نیول شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.