Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوه ځوانان د یوه ۱۳کلن تنکي ځوان د وژلو په جرم پر اعدام محکوم شول

کابل کې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو د څېړنې استېناف محکمې رییس نن (یکشنبې د مرغومې په ۲۹ مه) د هغو دوه ځوانانو په اړه د لومړنۍ محکمې د اعدام حکم تایید کړ چې د ۱۳ کلن تنکي ځوان فیصل د وژلو په جرم صادر شوی و.

۲۰ کلن نبي جان او ۲۵ کلن اسماعیل د فیصل په نوم یو ۱۳ کلن تنکی ځوان وژلی و.

د کابل د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو د څېړنې دیوان د استېناف محکمې مشر معراج الدین حامد وايي:«تاسې هر یو نبي جان د میرا جان زوی او اسماعیل د علي احمد زوی د هغې تښتونې په پېښه کې چې د فیصل نجم الدین زوی، د یوه واړه ماشوم د وژلو لامل شو په اشد مجازات یعنې اعدام په سزا محکوم کړئ.»

د فیصل د کورنۍ د غړو په وینا، محکوم شوي کسانو شپږ میاشتې مخکې د هغوی زوی د کابل ښار د اتمې حوزې له اړوندې سیمې د ۱۰۰ زرو ډالرو د ترلاسه کولو په موخه وتښتوه، او وروسته یې هغه زندۍ او مړ کړ.

د فیصل پلار نجم الدین په بې صبرۍ او له اوښکو ډکې سترګې د خپل زوی د قاتلانو د استېناف محکمې په تمه دی او د زوی د قاتلانو په اړه د ابتدایې محکمې له پرېکړې چې هغوی یې په اعدام محکوم کړي، خوشحاله دی.

نبي جان چې د فیصل د مور له خپلوانو دی، له خپل اسماعیل نومي ملګري سره یو ځای، ۶ میاشتې مخکې ۱۳ کلن فیصل د سلو زرو ډالرو د ترلاسه کولو په موخه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې له اړوند بیني حصار سیمې وتښتوه؛ خو لویه څارنوالۍ وايي، وروسته له هغې چې، فیصل یو له انسان تښتوونکو وپېژانده؛ نو د هغوی له لوري په دستمال سره زندۍ شوی دی.

د فیصل کورنۍ وايي کله یې چې د فیصل مړی ترلاسه کړ، د پېژندو وړ نه و،هغه یې یوازې د کالیو او بوټونو له مخې پېژندلی دی.

دغه دوه مجرمین د محکمې د ناستې په لړ کې د مدافع وکیلانو له څرګندونو سره په تضاد کې خبرې وکړې او آن وې ویل چې، په شکنجې سره له هغوی اعتراف اخیستل شوی دی.

د فیصل د تښتولو او وژلو مجرم نبي جان څرګنده کړه:«زه مجرم نه یم. ما په خپله ځان تسلیم کړ، نیول شوی نه یم.»

د فیصل د تښتولو او وژلو بل مجرم اسماعیل هم وویل:«له دغه کاره زه خبر نه لرم.»

د دغې محکمې د مشر په وینا محکوم شوي کسان کولای شي د خپلو دوسیو په اړه د تمیز غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستۍ کې کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

په تازه پېښه کې وسله والو غلوو د کابل په لوېدیځ دشت برچي کې د چرګانو یوه فارم ته له تګ سره د دغه فارم یو ساتونکی وژلی دی.

د دغې پېښې شاهدان وايي چې غلو د پولیسو یوې پوستې ته نږدې دغه ساتونکی وواژه او ورسته له سیمې وتښتېدل.

د چرګانو د فارم کارکوونکی علي په دې اړه وايي:«په دغه فارم کې حتا داسې کسان هم وو چې غل یې په خپله معلوم کړی و پولیسو ته یې تسلیم کړ، کور یې وروښود خو هېڅ اقدام یې ونه کړ.»

دوی وایي چې دا اتم ځل دی چې غله دغه ځای ته راځي او د دوی هر څه له ځانه سره وړي.

د کابل د لوېديځ اوسېدونکي وايي که حکومت د امنیت په نیولو کې ناتوانه دی باید اجازه ورکړي چې خلک په خپله لاس په کار شي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند  فردوس فرامرز په دې اړه وویل:«زموږ لومړنۍ موندنې د دې ښودنه کوي چې په هغې سیمه کې هېڅ غلا نه ده شوې، خو د وژنې انګېزه معلومه نه ده؛ موضوع تر څار لاندې ده.»

د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي وایي چې په ځلونو یې د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه نه اورېدلې دی چې د پلازمېنې په پولیسو کې اصلاحات راولي خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې.

شریک یي کړئ