Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکابل پروسه حکومت لپاره د سیمه‎ییز او نړیوال ملاتړ لپاره یوه موکه

د حکومت ځینې پخواني چارواکي، سیاستوال او د چارو شنوونکي دا غونډه د افغانستان لپاره د ګټې ښه فرصت بولي.

دا پخواني چارواکي او سیاستوال ټینګار کوي که‎چېرې حکومت وکړای شي دې غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونه قانع کړي ترڅو افغانستان د سیالۍ مرکز پر ځای د همکارۍ پر مرکز بدل کړي، نو د افغانستان اوسني ترینګلي وضعیت کې به مثبت بدلون راشي.

د حکومت پخوانی وزیرسلاکار شهزاده مسعود وویل:«د ملي یووالي حکومت ستره بریا دا ده چې په دغې غونډه کې سترو ځواکونو او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته قناعت ورکړل شي چې افغانستان د همکارۍ پر مرکز بدل کړي نه د سیالۍ.»

په دې غونډه کې به افغان حکومت له طالبانو سره د سولې طرحه هم شریکه کړي.

په اسټراتېژیکو او رسنیزو چارو کې د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري وویل:«هغه ډلې او یا هغه طالبان چې غواړي د سولې مذاکراتو ته راشي، د خبرو اترو د پیل لپاره شرایط نشته را دې شي له هغوی سره مذاکرات پیلېږي.»

خو په دې هم ټینګار کېږي چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت سربېره باید د افغانستان په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع لپاره خپل منځي اختلافونه هم له منځه ولاړ شي.

د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو د ټولنې رییس عزیز رفیعي په ډاګه کړه:«له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه نړیواله اجماع رامنځته شوې، که‎چېرې افغانستان وکړای شي چې کورني ځواکونه او کورني وړتیاوې مدیریت کړي او یوه ځواکمنه سیمه‎ییزه اجماع رامنځته کړي، کولای شي چې د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.»

د کابل غونډه به په درې برخو کې جوړه شي. پرانیستغونډه به یې د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا وي. ګروپي خبرې اترې، چې د سولې په برخه کې به د کریم خلیلي لخوا او له ترهګرۍ سره د مبارزې  برخه به د محمد حنیف اتمر له‎خوا رهبري شي.

خو د غونډې د پایلې ارزونه به د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وکړي.

شریک یي کړئ