Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «بمومو مور» د غورځېدو له سیمې تازه انځورونه

طلوع نیوز په اچین ولسوالۍ کې د سټر نااټومي بم دغورځېدو له سیمې انځورونه ترلاسه کړي. په ویډیو کې لیدل کېږي چې په دغه برید کې د داعشیانو د اوسېدو سمڅې له منځه تللي او د هغوی مړي په سیمه کې دي.

اخوا د پوځ ځانګړي ځواکونه وايي په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو پر ضد د هغوی عملیات دوام لري.

په دې ځای کې داسې څه نه دي پاتي چې زیانمن شوي نه وي. د زورو بم د کارونې له ځایه څو سوه مترۍ کې یې هم د ویجاړۍ نښې لیدل کېږي.

په دغې سیمه کې د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه وايي چې د دغه بم د کارونې د سیمې ته‎څېرمه د داعشیانو د ځپلو عملیات دوام لري.

د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو قومندان حاجي بیک وویل:«د دوی(داعشیانو)۱۶ مړي دلته پراته دي او ډېر مړي یې تر کنډوالو لاندې دي.»

دا بم هومره زورو وو، چې په سیمه کې یې ونۍ نړولې او سوځولې دي.

ښاغلي بیک زیاته کړه:«ټولې سمڅې یې له منځه تللې دي او یوازې هغه سمڅې چې دلته پاتې دي یوازې دوه دانې دي او شواهد ښيي چې د هغوی ډېری یې بهرني وګړي دي.»

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د امریکا پوځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز تر ټولو ستر نااتومي بم وکاروه.

موخه دا وه چې د داعش ډلې پټنځای له منځه یووړل شي او همداراز په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد د هېواد  د امنیتي ځواکونو ځمکنیو عملیاتو لپاره لار پرانیستل وو،ځکه چې داعشیانو په دغو سیمو کې زښت زیات ماینونه اېښي وو.

شریک یي کړئ