Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «تریاکو د راغونډولو»او کار لپاره بلخ ته د سلګونو تنو ورتګ

رپوټونه رسوي چې د هېواد د سوېلي ولایتونو په سلګونه اوسېدونکي چې د«تریاکو د راغونډولو» او کرنیزو کارونو لپاره بلخ ولایت ته تللي دي

یوشمېر دغه اوسېدونکي وايي امنیتي ګواښونه او د دندیزو فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې هغوی د کار د پیدا کولو لپاره د هېواد شمال ته راشي.

ډېری دغه ځوانان وايي چې د ورځې له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو کار کوي.

د کندهار ولایت اوسېدونکي عبدالقهار طلوع نیوز ته وویل:«د کار او غریبۍ لپاره راغلی یم،نښتر وهم.»

عبدالغفور چې وايي ۱۸ کلن دی او د هلمند ولایت اوسېدونکی دی وايي:«د نېښتر وهلو لپاره راغلی یم زموږ په سیمه کې ناامني ده له مجبورۍ راغلی یم.»

بلخ ولایت په وروستیو ۸ کلونو کې له هغو سیمو بلل کېده چې د کوکنارو د کښت له پلوه صفر شوی وه خو له دوو کلونو راهیسې کرونګر په دې ولایت کې کوکنار کري دي.

ځايي چارواکي دا نه وایي چې په څومره ځمکه کې کوکنار کرل شوي خو وايي کرل شوي کوکنار اړوي.

د بلخ د والي ویاند احمد منیر فرهاد وویل:«هغه کسان چې د تریاکو د راغونډولو لپاره راغلي وو چمتو دې وي چې هغوی د امنیتي ځواکونو له خوا چې په کمربندونو کې وو بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدل کېږي.»

هغه زیاته کړه:«هغه کسان چې د ولایتي شورا او یا خپلوانو له خوا یې چې په مزار شریف ښار کې ژوند کوي پېژندل شوي باید تضمین او ضمانت سره هغوی ته د مزارشریف په ښار کې هغوی ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې ده او هغوی چې څو ورځې پاتې کېږي کومه ستونزه نه شته.»

د بلخ د ولایتي شورا غړی ذبیح الله کاکړ وايي چې کابو زر تنه له سوېلي ولایتونو څخه د کار لپاره بلخ ولایت ته راغلي دي.

هغه وویل:«کابو زر تنه وو او یو له لاملونو ‎څخه چې پولیسو سمدلاسه په کار شول دا وو چې څه ډول په یوه ورځ زر تنه چې هغه هم ډېری زموږ پښتانه وروڼه دي او له نورو ولایتونو څخه لږ د پوښتنې وړ دي.»

امنیتي ګواښونه، د سیاسي ارادې نشتوالی او بې وزلي په بلخ ولایت کې کوکنارو ته د خلکو د بیا مخه کولو لاملونه بلل شوي .

په همدې حال کې د بلخ د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«له هلمند، کندهار، زابل، او یا هم ارزګان ولایتونو څخه د وروڼو حضور د استفاده کوونکو کسانو د تبلیغاتو او شایعه خپرونو له امله چې په ټولیزو پاڼو(فېسبوک) کې چې په بلخ ولایت کې ترسره شوي،د بلخ ولایت د باعزته خلکو د اندېښنې لامل شوی

چې ګواکې دغه کسان ورانکاري دي.»

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کسانو د سفر موخه کسب او کار،او د حضرت علي ع د روضه زیارت کول دي.

شریک یي کړئ