Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «سېون سټار» رسټورانټ مالکې دوسیه لویې څارنوالۍ ته واستول شوه

کورینو چارو وزارت د «سېون سټار» رسټورانټ مالکې شکیلا ابراهیم دوسیه وروستۍ کړې او لویې څارنوالۍ ته یې استولې ده.

شکیلا ابراهیم دوه ورځې مخکې د پولیسو له خوا ونیول شوه. هغه تورنه ده چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له لګول شویو محدودیتونو یې سر غړونه کړې ده او په دغې موده کې یې خپل رسټورانټ نه دی تړلی.

دوه اوونۍ مخکې کله چې د طلوع نیوز خبریالان د محدودیتونو په لړ کې د «سېون سټار» رسټورانټ په اړه د رپوټ چمتو کولو لپاره د کابل تایمني سیمې ته تللي وو، دغې مېرمنې د خبریالانو سپکاوی وکړ او د هغوی کمره یې ماته کړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې شکیلا ابراهیم له هغې وروسته ونیول شوه چې د دې په وړاندې د لګېدلو تورونو د ځواب ویلو لپاره په ځلونه د وزارت د غوښتنې سربېره حاضره نه شوه.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي:«د سېون سټار رسټورانټ څېښتنه چې د قرنطین پر مهال یې د قرنطین اصول تر پښو لاندې کړي و او ځينو خبریالانو ته یې سپکاوی کړی او ځان یې له یوه ستر سیاسي ادره هم معرفي کړی و، د پولیسو له خوا ونیول شوله او دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته واستول شوه.»

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي هم وايي چې د دغې مېرمنې دوسیه به په جدي توګه وڅېړل شي:«د افغانستان لویه څارنوالۍ ډاډ ورکوي چې قضیه به د قانون په رڼا او د عدالت او انصاف په رعایت کولو سره څېړي او پایله به یې د افغانستان له خلکو سره شریکه شي.»

شکیلا ابراهیم خبریالانو ته د سپکاوي او د قرنطین له اصولو د سرغړونې سربېره، د هېواد د لومړۍ مېرمنې له نامه څخه په ناوړه استفادې هم تورنه ده.

ځينې خبریالان وايي چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي دوسیو ته نه رسېدنه، له خبریالانو سره د ډېر تاوتریخوالي لامل شوی دی.

کابل کې خبریال سید احد سروش وویل:«هیله ده چې د خبریالانو دوسیه چې د مېز پر سر پاتې ده وڅېړل شي، ترڅو هغه کسان چې د اطلاع رسونې په وړاندې خنډ ګرځي وپېژندل شي.»

بل خبریال الفت خلیل هم څرګنده کړه:«له خبریالانو سره د زورواکو د بدچلند دوسیو ته رسېدنه نه ده شوې.»

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه هم د خبریالانو په وړاندې د شکیلا ابراهیم د ناوړه چلند دوسیې د جدي څېړنې غوښتونکي دي.

شکیلا ابراهیم د قرنطین د لګول شویو محدودیتونو څخه پر سرغړونې او د طلوع نیوز له خبریالانو سره په بدچلند تورنه ده.

شریک یي کړئ