اوکراییني چارواکو ویلي دي چې اوکرایین د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل د وسلهوالو په برید کې د دغه هېواد د ۷ تنو له وژل کېدو وروسته د کام ایر هوایي شرکت ټول اوکراییني کارکوونکي له افغانستانه ایستلي دي.
اوکرایني چارواکي وايي، په افغانستان کې د اوکرايني هوایي شرکت اړوند ټولې الوتنې یې هم ځنډولې دي.
د اوکرايین د بهرنیو چارو وزیر پاولو کلیمکین د کابل پر انټرکانتیننټال هوټل شوي برید کې د دوو ښځو په ګډون د ۷ اوکراییني وګړو وژنه تایید کړه.
پاولو کلیمکین وایي، وژل شويو اوکراییني وګړو له کام ایر هوایي شرکت سره کار کاوه.
پاولو کلیمکین وزیرخارجه اوکرایین: «موږ تر دې دمه تاییدوو چې له بده مرغه د کابل په برید کې ۷ اوکرایینیان وژل شوي. موږ اندېښمن یوو چې تلفات لوړ نهشي. زموږ ډیپلوماټان په دې اړه په افغانستان کې له افغان چارواکو سره له نېږدې کار کوي.»
بل خوا د اوکرایین وینګز د هوایي چلند شرکت رییس چې د الوتکو او تخنیکي کارکوونکو په برخو کې له کام ایر شرکت سره همکاري لري وایي، په افغانستان کې یې خپلې ټولې الوتنې ځنډولې دي.
د وینګز هوايي چلند شرکت مشر ولادیمیر کوسټینکو په دې اړه وویل:« موږ په افغانستان کې د تېرې ورځې د برید او امنیتي مسایلو له کبله خپلې الوتنې ځنډولې دي. یوازې یوه الوتکه کابل ته د بېرته ستنېدو الوتنه لري چې د کابل هوایي ډګر په «کې اېف» برخه کې به پاتې شي. زموږ د هېوادوالو امنیت موږ ته مهم دی.»
الوتنې به په همدې ډول وځنډول شي او د نورو ګامونو په اړه به د اوکرایین د هوایي چلند له چارواکو سره خبرې وشي.
په کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل وسلهوال برید کې د ۷ اوکراییني وګړو په ګډون یو جرمنی، یو قزاقستانی او د وینزویلا دوه وګړي هم وژل شوي دي.