Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د احصایې اداره هېواد کې د وګړو تازه اټکلیز شمېر ۳۲،۲ مېلیونه ښیې

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېواد کې د ۱۳۹۹ کال د وګړو اټکلیز شمېر ۳۲،۹ میلیونه تنه ښودلی دی.

د یادې ادارې په اعلامیه کې نن(دوشنبې د غبرګولي په ۱۲مه نېټه) راغلي دي چې د یاد شمېر له ډلې ۱۶٫۸ مـیليون تنه (۵۱٫۰ سلنه) نارينه او ۱۶٫۱ مـیليون تنه (۴۹٫۰ سلنه) یې ښځينه جوړوي.

یاده اداره وايي چې د هېواد د ۳۲٫۹ مـیليون تنو وګـــړو له ډلې څخه ۲۳٫۴ مـیليون تنه (۷۱٫۰ سلنه) كليوالي وګړي،۸٫۰ مـیليون تنه (۲۴٫۴ سلنه) ښاري وګړي او ۱٫۵ مـیليون تنه (۴٫۶ سلنه) یې کوچي وګړي جوړوي.

دعلامیې همداراز زیاتوي چې د وګړو په دې اټکل کې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسـوالۍ، ۲۴موقتې ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مـــركـزونه) شـامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي وو چې د افغانستان د وګړو شمېر به ۱۳۹۹ کې ۳۲ اعشاریه دوه میلیونو ته ورسیږي.

همداراز دا شمېر ۱۳۹۷ کال کې ۳۱ میلیونه ښودل شوی وو.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق همداراز ویلي وو چې هر کال افغانستان کې د وګړو شمېر ۲،۱۴ سلنه زیاتیږي او له دې سره به تر ۲۰۱۵ زیږدیز کاله پورې د افغانستان د وګړو شمېر دوه برابره شي.

یاده اداره وايي چې د هېواد د ۳۲٫۹ مـیليون تنو وګـــړو له ډلې څخه ۲۳٫۴ مـیليون تنه (۷۱٫۰ سلنه) كليوالي وګړي

شریک یي کړئ