Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اختریزو پیغامونو کې د دین عالمانو خلک یووالي ته راوبلل

نن د اختر لمونځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې په یوه امنه فضا کې ترسره شو او د دین عالمان له خلکو وغوښتل چې په هېواد کې د قومي او مذهبي وېشنې لپاره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې یو موټی شي. او پرې نه‎ږدي چې د افغانستان دښمن خپلو موخو ته ورسېږي.

هغوی د دولت له مخالفو وسله‎والو هم وغوښتل چې له جګړې او د خلکو له ژونې لاس په سر شي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

دولتي ځواکونه هم پر دغې ورځ ډېر مسوولیت پرغاړه لره.

هېوادوالو ته د دیني عالمانو پیغام دا وو، چې د افغانستان د دښمنانو د چلوټیو پر وړاندې دې یو موټي شي.

د دین عالم ایاز نیازي په دې اړه وویل:«زموږ پایښت په یو موټي‎والي کې دی دښمن غواړی چې موږ بې اتقافه او بې اتحاده کړي.»

له دې سره، له طالبانو څخه د خلکو غوښتنه دا وه، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې په فضا کې دې ژوند غوره کړي.

د کابل اوسېدونکی شعیب په دې اړه وايي:«مخالفینو ته زما پیغام دا دی چې را دې شي د هېواد په ابادولو کې له یو بل سره لاس ورکړي چې له دغه وضعیت څخه وژغورل شو.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد هم زیاتوي:«د خدای په پار له جګړې لاس واخلئ.موږ ټول مسلمان یوو، کافر نه‎یوو چې ستاسو له خوا وژل کېږو.»

په ننګرهار کې هم دیني عالمان د دولت وسله والو مخالفینو ته پیغام لري او د خلکو پر یووالي ټینګار کوي.

د اختر د لمانځه لپاره امنیتي تابیاوې وروسته تر هغو جدي شوې، چې له اختر څخه څو ورځې وړاندې ترهګرو په کابل کې د امام زمان جومات په نښه کړ.

د حج او اوقافو وزارت د سپېڅلو ځایونو د په نښه کولو له کبله اندېښنه وښووله او په دې تړاو یې د امنیت شورا ته یوه طرحه واستوله، چې له مخې به یې په هېواد کې د سپېڅلو ځایونو امنیت ټینګ شي.

د سپېڅلو ځایونو د په نښه کولو په اړه له اندېښنو سره په ورته وخت کې، په هېواد په ځانګې توګه په پلازمېنه کې د اختر لمونځ د ځانګړو امنیتي تابیاو سره ادا کړل شو.

شریک یي کړئ