هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په ترڅ کې د طالبانو لخوا د اختر دریوو ورځو کې اوربند اعلان سره د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له حکومتي چارواکو سره یې لیدنې درلودې.
خلیلزاد تېره ماښام(چهارشنبې د زمري په ۸مه نېټه) له ولسمشر غني، د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ګډه ناسته کې لیدلي دي.
په همدې حال کې د مصالحې عالي شورا د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد کابل کې د امریکا سفیر سره په ګډه سپېدار ماڼۍ کې له عبدالله عبدالله سره بېله لیدنه هم درلوده.
د خبرپاڼې له مخې چې دواړو خواوو د بندیانو د ازادولو بهیر بشپړولو، د تاوتریخوالیو کمښت، اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو پر څرنګوالي خبر کړې دي.
سپېدار ویلي چې لیدنه کې دواړو لورو د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې له اوربنده هرکلی کړی دی.
په همدې حال کې د اختر په ورځ کې اوربند د نړیوالو او حکومت له هرکلي سره مخامخ شوی دی.
دا دریم ځل دی چې هېواد کې د ختر په ورځو کې اوربند کیږي.
خلیلزاد پر ټویتر پاڼې د لیکنې ترڅ کې هیله څرګنده کړې چې د افغانانو لوی اختر د سولې لپاره یو ګام مخکې تګ وي.
ناټو او اروپايي ټولنې ویلي دي چې له دې فرصته په ګټې باید د افغانانو ترمنځ خبرې ژر تر ژره پیل شي.
کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر، پیری مایډون څرګندوي:« دا یوه زړوره هڅه ده چې، افغان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې زرګونه بندیان خوشې کړي دي. د اروپايي ټولنې لید بیخي روښانه دی، د سولې خبرو د پیل لپاره مهال همدا اوس دی.»
همداراز ولسمشر غني له طالبانو غواړي چې د افغان ځواکونو وژنه ودروي:«د پردیو لاسپوځي مه ګرځئ، او د افغانانو په وژن کې څه حیثیت او ویاړ دی.»
د کورنیو چارو سرپرست وزیر، مسعود اندرابي په دې اړه وايي:«په داسې حال کې چې موږ دښمن ته د غاښ ماتونکي ځواب ورکړې ته چمتو یوو، خو د اوربند لپاره هر ډول پرېکړه چې وي، موږ یې په پام کې نیسو.»
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته تمه دا وه چې، په افغانستان کې به تاوتریخوالی کم شي؛ خو ولسشمر غني ویلي، د یادې هوکړې له لاسلیک کېدو راوروسته د طالبانو له لوري څه باندې ۱۰ زره او ۷۰۰ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.