Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر لپاره تابیاوې؛ امنیتي ځواکونه په تیارسي حالت کې دي

د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې، د کورنیو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ځانګړو امنیتي تابیاوو په اړه خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د اختر د ورځو د ښه تېرېدو په پار، دولتي ځواکونه په ټولو ولایتونو کې د تیارسي په حالت کې دي او د هر ډول ترهګریزې پېښې مخه به ونیسي.

هغه زیاتوي:«زموږ امنیتي ځواکونو ته حکم شوی چې په ټول افغانستان کې د تیارسي په حالت کې وي. او ډاډ ورکوم چې پولیس او امنیتي ځواکونه د اختر د ورځو د امنیت ټینګښت لپاره - که څه هم موږ د ګرځ بندیز په ورځو کې یوو - بیا هم پولیسو په ټول افغانستان کې خپل چمتووالی نیولی دی.»

ټاکل شوې ده افغان وګړي سبا یکشنبې د کوچني اختر لومړی ورځ ولمانځي.

ښاغلی ارین وايي چې په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې درې زره جنايي پېښې ثبت شوې دي او کابو ۳۵۰۰ تنه د دغه جرم په تور نیول شوي دي.

خو هېوادوال وايي چې امنیتي ځواکونه د کابل د امنیت په ټينګښت او د جنايي جرمونو او ترهګریزو پېښو کې پاتې راغلي دي.

د کابل اوسېدونکی حسیب الله وايي:«کورنیو چارو وزارت باید امنیت برابر کړي د دې لپاره په تېرو درې څلورو ورځو کې، ځانمرګي بریدونه له حده زیات وو.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالله زیاته کړه:«سږ کال ډېره ناامني ده. باید په دې برخه کې کار وکړي.»

د کابل، ننګرهار، پروان او غزني ولایتونه په وروستیو اوونیو کې د خونړیو او مرګونو بریدونو شاهد وو. 

شریک یي کړئ