Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر په ورځو کې به کابل کې پر تګ راتګ سخت بندیز ولګي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اختر په درو ورځو کې به کابل کې پر تک راتګ بندیز وي او لارې به هم وتړي.

‏دغه وزارت له خلکو غواړي چې د کورنا ویروس مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې کور کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي، او روغتیايي مسوولین یې لامل ښار کې د ګرځبندیز نه مراعات بولي.

همداراز نن جمعه(د غبرګولي په ۲مه نېټه) کابل کې د حج ارشاد او اوقافو وزارت لخوا جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، فیروز فیروز هم له خلکو په کلکه غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې کورونو کې پاتې شي.

توموړي زیاته کړه:«له خلکو هیله کوو چې د اختر په ورځو کې کورونو کې پاتې شي، هسې نه چې خدای مکړه د خدای لخوا دغه ورکړل شوې خوښي یې په غم واوړي او خلک به کرونا ویروس اخته شي.»

ښاغلي فیروز همداراز زیاته کړه چې هېواد کې دوامداره بندیز امکان نلري، نو باید خلک خپل کارونه هم وکړي، او ترڅنګ یې روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا د وزیر ترڅنګ د حج ارشاد او اوقافو سرپرست وزیر، ښاغلي منیب هم خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته پام وکړي.

ښاغلي منیب له خلکو غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې که څوک د کرونا ویروس کوم علایم لري او پوهیږي چې پر یادې ناروغۍ اخته دي له کوره له وتلو ډډه وکړي.

نوموړي همداراز د جګړې له ښکېلو غاړو هم وغوښتل چې د اختر ورځو درناوي لپاره دې اوربند وکړي.

د ویلو ده چي د حکومت کابینې تېره ورځ له غرمې وروسته (پنجشبنې د غبرګولي په لومړۍ) کابل کې په تدریجي توګه د محدودیتونو د لیرې کولو طرحه تایید کړه.

د دغې طرحې پربنسټ صرافان، هټۍوال او وسایط د یوه څرګند مهال وېش پر بنسټ او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره به خپل فعالیتونه له سره پيل کړي.

د کورونا ویروس ورځ تر بلې پراخېدل او په ښار کې د خلکو پراخ حضور پر کوویډ نولس ناروغۍ د ډېرو هېوادوالو د اخته کېدو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي دي.

ولسمشر همداراز تېره ورځ په فوق العاده غونډه کې، له خلکو غوښتي دي چې د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شي.

د هېواد د حج او اوقافو سرپرست وزیر د جګړې له ښکېلو غاړو هم وغوښتل چې د اختر ورځو درناوي لپاره دې اوربند وکړي.

شریک یي کړئ