Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د اختلافي رایو د نه باطلېدو په صورت کې د رایو بیاشمېرل نه منو"

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزه ډله وايي که چېرې ۳۰۰ زره اختلافي رایې باطلې نه شي، دا ټاکنیزه ډله به، د رایو بیاشمېرلو بهیر پيل به ونه مني. 

د دغې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي د جمعې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) کابل کې یوې خبري ناسته کې ګواښ وکړ چې د جنجالي رایو له باطلېدو مخکې هر ډول بیاشمېرنه به ټاکنې د کړکېچ په لور بوځي.

ښاغلی سعادتي ټينګار وکړ هر کله چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا شي، د رایو لوړه کچه به یو مېلیون او ۵۰۰ زرو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ۳۰۰ زره رایو پر سر د اختلاف له امله د رایو بیاشمېرنې بهیر دوه ورځې مخکې ودرول شو. 

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله ټينګار کوي چې د دغه شمېر رایې بایومېټریک شوې نه دي او باید باطلې شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې لومړی باید وڅېړل شي او وروسته د اعتبار او یا نه اعتبار په اړه یې پرېکړه وکړل شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نن وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغو رایو ته د اعتبار ورکولو په هڅه کې دی.

د رایو بیاشمېرنې بهیر، تېره اوونۍ پیل شو - خو د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو او د ولسمشرۍ نوماندانو شورا له دغه بهیر سره پرېکون وکړ، چې د دغه پرېکون او نیوکو له زیاتوالي سره دغه بهیر وځنډول شو او څرګنده نه ده چې کله به پيل شي.

شریک یي کړئ