Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختلاف وړ یو شمېر رایو د ټاکنو بهیر له بندون سره مخامخ کړی

څه د پاسه ۱۳۷ زره رایې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په مالوماتي بانک کې قرنطین شوې، ۱۰۲ زره او ۱۲ رایې چې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې له وخته بهر په مالوماتي بانک کې ثبت شوې او کابو له ۵۰ تر اویا زره نورې رایې د اطلاعاتي بانګ د تګلارې پرخلاف ثبت شوې دا ټولې کابو ۳۰۰ زره رایې دي چې یو شمیر ټاکنیزې ډلې یې د قانون پرخلاف بولي او د هغې د باطلېدو غوښتونکي دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی نور رحمان اخلاقي په دې اړه وویل:«تقلبي رایو ته مشروعیت ورکول، مجرمانه کړنه ده له بده مرغه چې ترسره کوي یې.»

خو تازه اختلاف د هغو څه د پاسه دوه زره صندقونو په اړه دی چې د بیا شمېرلو په بهیر کې شامل شوي او ټاکنیزې ډلې وايي د ټاکنو کمېسیون تراوسه دوی ته د دغو رایو په اړه سپیناوی نه دی کړی او روښانه نه ده چې دا صندوقونه په کومو محلونو کې دي دې چارې ټاکنیز بندون لازیات کړی دی.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار په دې اړه څرګندوي:«حتما حذف کېږي بله چاره نه لري، له دغو ډلو هېڅ یوه یې نه مني له ټاکنو پرته.»

څه د پاسه ۸ زره او ۴۰۰ محلونو رایې بیا شمېرل کېږي چې په کابل، ننګرهار، کندهار، پکتیا، بغلان او پکتیکا ولایتونو کې د زیات شمېر محلونو رایې په کې شاملې دي.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وايي:«هېواد د کړکېچ په لور بیايي، په وړاندې یې ودرېږو او له د کړکېچ مخه ونیسو.» 

اخوا ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونو چارواکي د رایو په شمېرنه او د ټاکنو د درجه بندۍ په مدیریت کې له ننګونو او ستونزو سره مخامخ دي. 

دغه سازمان وايي:«د افغانستان د ټاکنو چارواکي د ولسمشرۍ د وروستیو ټاکنو د شمېرلو په مدیریت او درجه بندۍ کې له پېچلیو ستونزو سره مخامخ دي. یونما وايي دا مهمه ده چې ټاکنیز چارواکي دې د هېواد ټولو اصولو او همدارنګه د ټاکنو قانون ته درناوی وکړي او په خپلو عملیاتو کې باید په رڼه توګه عمل وکړي، په خپل کار کې بشپړه حساب ورکړه خوندي وساتي او ژر تر ژره پایلې اعلان کړي.»

اروپايي ټولنه هم وايي په افغانستان کې به له ټاکنو وروسته وضعیت وڅېړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فډریکا موګریني څرګنده کړه:«نن به له ټاکنو وروسته د افغانستان وضعیت وڅېړو، په دې اړه به بحث وکړو چې دغه انتخابات به څه ډول په افغانستان کې له سولې، پخلاینې او پرمختګ سره مرسته وکړي.» 

که څه هم درې ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته پاتې دي خو داسې ښکاري چې دغه بندون د ټاکنو مهال وېش له ستونزو سره مخامخ کړی دی. 

شریک یي کړئ